تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۱مه)د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، چې د افغانستان په ختیځ کې یې پر زلزله ځپلو د لومړنیو توکو ۲زره کڅوړې وېشلې دي.
یادې ادارې دغه راز ویلي، چې بېلابېلې ډلې یې دا مهال په سیمه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې رسونې په چارو بوختې دي.
د یونېسف د معلوماتو پر بنسټ؛ په وېشل شویو کڅوړو کې لومړني طبي توکي، کمپلې، ګرمې جامې او د پخلنځي مهم توکي شامل دي.
وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی و، چې د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د مرستو په برابرولو کې فعاله ونډه واخلي.
بل لورته بیا د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې له زلزله ځپلو څخه د هر اړخیز ملاتړ پرته د ډېرو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.
هغه پر امریکا غږ کړی، چې درول شوې بشري مرستې دې له ځنډ پرته پیل کړي او د طالبانو پرځای دې دغه مرستې په مستقیمه توګه زلزله ځپلو ته ورسېږي.
نوموړي ویلي، وروستیو زلزلو یو شمېر کلي په بشپړه توګه لهمنځه وړي چې له کبله یې سلګونه کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د اتمر په خبره؛ له زلزلې څخه په بنسټیزه توګه نه ملاتړ د ګڼو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول په کونړ کې د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې ارقام لاهم وروستي شوي نه دي خو عیني شاهدان وایي، د تېرې ورځې تر ارقامو ښایي د مرګ ژوبلې شمېره ډېره لوړه لاړه شي.
د ځایي سرچینو د مالوماتو له مخې د مړو شمېر تر ۱۰۰۰ پورته او د ټپیانو شمېر تر ۳۰۰۰ زرو پورته شوی دی.