مجیب الرحمن لحاظ
د کابل په یوه تنګه کوڅه کې، د ماښام لمر ورو ورو په کورونو لوېږي. نجیبه (مستعار نوم) د خپلې خونې په ګوټ کې د ریاضي کتاب پرانیزي، خو پوهېږي چې ښوونځي ته نه ځي. هغې یوه ورځ خپلې مور ته ویلي و: «زه غواړم ستا ډاکټره شم.» وايي اوس مې هره ورځ دا جمله په زړۀ کې د برېښ غوندې تکرارېږي، لکه څوک چې د شنه اسمان په لور له درده د ډکې دعا لاسونه لپه کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) یوه نوې سروې چې د ۲۰۲۵ د اګست په ۲۹مه خپره شوه، څرګندوي چې ۹۲ سلنه افغانان – ښځې او نارینه دواړه – د نجونو د زدهکړو ملاتړ کوي. په کلیوالو سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې غواړي چې نجونې ښوونځیو ته ستنې شي، او په ښارونو کې دغه ملاتړ تر ۹۵ سلنې لوړ دی.
د کندهار یو بزګر په دې سروې کې ویلي دي لور به مې تعلیم یافته شي که دلته نه وي، بل ځای به زدهکړې وکړي. د خدای رضا په علم کې ده.»
خو د طالبانو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې وویل چې د نجونو د زدهکړو موضوع لا هم د شرعي احکامو په رڼا کې د نظر اخیستلو حال کې ده.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د خوېندو عفت مهم دی، د هغوی تګ راتګ هم ارزښت لري. له شرعي اړخه باید کره جواز ترلاسه شي، څو ديني عالمان قانع کړو او په دې لاره کې پر مخ ولاړ شو.»
تر دې دمخه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد نديم یوې غونډې ته ویلي چې، د نجونو تعليم د دوی مشر ملا هبت الله د اسلامي احکامو پر اساس بند کړی دی او که هر چا دوی ته د قران، حديث او بل هر استناد پر اساس د نجونو د تعلیم فرضيت ثابت کړ، نو هغه وخت به ورته اجازه ورکړي او تر هغو چې دغسې دليل او ثبوت نه وي ترلاسه شوی، نو د نجونو زده کړې به بندې وي!
له بل پلوه د الازهر شریف (مصر) د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې په یوه اعلامیه کې وویل چې اسلام د ښځې او سړي لپاره د علم زدهکړه فرض ګڼي، او د طالبانو بندیز د اسلام له اساساتو سره تضاد لري.
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر ۱۱مه، په جده کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) فوقالعاده ناسته جوړه شوه. دوی په یوه پرېکړهلیک کې د افغان نجونو پر تعلیم بندیز “د اسلامي اصولو ضد” وباله.
د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ (IIFA)د ۲۰۲۳ کال په جولای کې یوه پرېکړهلیک خپور کړ چې پکې یې د طالبانو پر سیاست نیوکه وکړه، او ویې ویل چې دا عملونه د اسلام له اصلي فقهې سره مطابقت نه لري.
یونیسیف (UNICEF) د ۲۰۲۵ د مارچ راپور ښيي چې نږدې ۲.۲ میلیونه نجونې د شپږم ټولګي وروسته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري. خو د مدني ټولنو د ارزونو له مخې دا شمېر ښايي له ۲.۵ میلیونو هم زیات وي.
د رسمي ښوونځیو له تړلو وروسته د ځینو راپورنو له مخې، په ۱۶ ولایتونو کې شاوخوا ۲۸۰۰ نجونې په خفيه ښوونځیو کې زدهکړې کوي.
یوه ښوونکې چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم نه دی افشا شوی، وايي: موږ پوهېږو چې ډیر خطرناک کار کوو، خو زدهکړه زموږ د لورګانو لپاره د اکسیجن او ساه حیثیت لري. څوک ساه نه شي بندولای.»
د تعلیم او تربيې پخوانی کاردر استاد ساپی وايي چې په هیواد کې د نجونو پر وړاندې دتعلیم روان بندیز لږ تر لږه لاندې اغېزې لرلای شي:
- رواني فشار: خپګان، ناامیدي او د ځان ارزښت له لاسه ورکول.
- ټولنیز اغېز: د کم عمر ودونو ډېرښت ځکه چې کورنۍ زدهکړې نه ویني او واده یوازینۍ لاره ګڼي.
- اقتصادي زیان: د ښځینه ښوونکو، ډاکترانو، دولتي او غیر دولتي ښځینه کارمندانو کمښت، چې پر خدماتيکیفیت سخت منفی اغیز کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې استازې، سوزان فرګوسن وایي: «نن ورځ، د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان (UN Women) نوې معلومات خپاره کړل دا څرګندوي، سره له بندیزونو، د افغانستان ډېری خلک، ښځینه او نارینه، د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي. په یوه ټولنیزه نظر پوښتنه کې، چې افغانستان کې له ۲زره کسانو سره شوې، له هرو ۱۰ تنو ډېرو یې ویلي، چې د نجونو لپاره زده کړې مهمې دي.
هغې زیاته کړې د زده کړو ملاتړ په ټولو ډلو؛ ښځو، نارینهوو، ښاريانو او کلیوالو کې د پام وړ وو.»
خو سر بېره پر دې هم طالبان نه یواځې دا چې نجونو ته د زده کړو حق نه ورکوي بلکې ورځ تر بلې د دوی پرمخ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ژوند دایره تنګیږي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.