جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+سيکولرزم: فطري او پيغمبرانه ژوندطرز

سيکولرزم: فطري او پيغمبرانه ژوندطرز

د سيکولرزم په دې لړۍ کې يوازنی ټکی چې هېڅ توجه ورته ونه شوه، دا و، چې ما په ګڼو ځايونو کې سيکولرزم ته د «يوازني» عملي دريځ او چلند حيثيت ورکړی و. خبره دا نه ده، چې موږ ګڼ اپشنونه په لاس کې لرو او کولی شو، هر يو يې انتخاب کړو، بلکې موږ سره يوازې او يوازې يو عملي او پريکټيکل اپشن دی او هغه سيکولرزم دی.
دوهمه مسئله دا وه، چې ما سيکولرزم يو داسې غبرګون او رويه بللی و، چې فطري دی او سرچينه يې د‌ انسان په فطرت پورې تعلق لري.
له سیکولرزم انکار اصلا له خپل بشري فطرت نه انکار دی. سيکولرزم تنوع پرستي ته لاره هواروي، د رواداري لاره پرانيزي، فردي او اجتماعي ازادي ته تحقق وربښي، دنيا له اخرت نه جدا کوي، «د ټولنيز امنيت او سولې تضمين دی»، په اختلاف سربېره د بل منل رازده کوي، ايا دا ټولې خبرې د انساني فطري اواز نه دی؟ که دی، نو بيا دې ولې انساني فطرت او سيکولرزم يو بل سره مخالف او ښکر په ښکر وي؟
دريمه مسئله دا وه، چې موږ سيکولرزم يوه رويه او غبرګون او «پاليسي» وبلله، حال دا چې د روايتي علماوو په نظر کې سيکولرزم يوه کفري فلسفه، غيرمذهبي عقيده او الحادي مفکوره ده. همدغه سبب دی، چې زموږ لپاره سيکولرزم «شجرة طيبة» ده او د روايتي علماوو لپاره «شجرة خبيثه». دا مغالطه بايد دوی پخپله هواره کړي.
څلورمه مسئله دا وه، چې موږ سيکولرزم د ټولو پيغمبرانو دريځ او سنت وباله او په ډېر تاکيد مو دا خبره وکړه، چې د هغوی دريځ وچ کلک سيکولري و. د دې وجه دا نه وه، چې موږ په زور غوښتل، يو شی (العياذ بالله) په پيغمبرانو ور وتپو. بلکې زموږ خبره په دې قاعده ولاړه وه، چې ټولو پيغمبرانو د فطرت دين راوړی دی او سيکولرزم هم د فطرت يوه برخه ده، نو په دې سره ګواکې د پيغمبرانو دنيوي او اخروي ژوند او رسالت دواړه تکميل مومي.
پنځمه مسئله دا ده، چې يوه پيغمبر ته د واک سپارلو يا واکمن کولو چاره په دې دليل الله تعالی ځانته منسوبوي، چې په دې دنيا کې هر کار د الله په امر او اراده ترسره کېږي او د واک سپارنې په برخه کې خو د الله تعالی همېشنی سنت دا پاتې شوی دی، چې الله تعالی يې په خپل حکمت او عدالت سپاري، خو دا کار به هم په بشپړه توګه د طبيعي اسبابو او عواملو له مخې سرته رسېږي. سنة الله د ړوند قانون نوم نه دی، بلکې تر شا يې لويه فلسفه پرته ده.
شپږمه مسئله دا ده، چې په اسلامي دنيا کې نن ورځ ټولې هغه ستونزې او مسايل د همدې «dualism» له نشتوالي زېږېدلي دي. پيغمبران چې همدغه ډواليزم ته ژمن و، په هره برخه کې يې دريځ واضح او څرګند و، خو دغه ډواليزم چې له پامه وغورځېده، له اسلام نه هم د الف ليلی افسانه جوړه شوه او له اوسني مسلمان نه هم هغه چرګه چې نه د هګيو ده او نه به د شوروا شي.
انساني فطرت د دې تقاضا کوي، چې دنيوي ژوند يې په اخرت هېڅ اغېز ونه کړي او نه يې اخرت په دنيا اغېز وکړي. په راتلونکي ليکنه کې د همدې اجمال تفصيل ته تم ګېږو.
رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب