Homeخبرونهسرګي شویګو؛افغانستان کې تر ۲۳ زرو زیات د ترهګرو ډلو غړي او...

سرګي شویګو؛افغانستان کې تر ۲۳ زرو زیات د ترهګرو ډلو غړي او وسله وال موجود دي

تاند/جمعه د وږي ـ سنبلې ۷مه/د روسیې د امنیت شورا سلاکار سرګي شویګو په «روسیسکایا ګازیتا» ورځپاڼې یوه لیکنه کې ویلي، چې افغانستان کې تر ۲۳ زرو زیات د ترهګرو ډلو غړي او وسله وال موجود دي.

شویګو دې مقاله کې ویلي، چې د روسیې اټکلونه ښيي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې شاوخوا ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالې دي چې، د جنګیالیو شمېر یې ۲۳ زرو ته رسېږي.

ټاس خبري آژانس په راپور کې راغلي، چې شویګو تر ټولو لویه اندېښنه داعش خراسان څانګه بللې.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه ډله د افغانستان په ختیځ، شمال او شمال ختیځ کې روزنیز کمپونه او ملاتړي مرکزونه لري.

سرګي شویګو زیاته کړې، چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه لا هم د مخدره موادو د تولید له فکتورونو سره نېغ تړاو لري.

روسیه لومړنی هېواد دی، چې طالبان یې په جولای میاشت کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې د مشروعیت لپاره په رسمیت وپېژندل، خو تر اوسه طالبانو د روسیې د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

هغه پر طالبانو د نړیوالې ټولنې بندیزونه «ظالمانه» بللي او ټينګار یې کړی، که دا نه وای، د ترهګرۍ پر وړاندې به د دغې ډلې مبارزه خورا اغېزناکه وای.

روسیه چې د افغانستان له شماله د داعش خراسان څانګې د ترهګرۍ جدي ګواښ محسوسوي، په تېرو څو کلونو کې د مسکو سربېره په یو شمېر ښارونو کې دغې ډلې لوی بریدونه کړي دي.

افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه د روسیې اندېښنې داسې مهال دي، چې بل لورته امریکا تایید کړې، چې طالبان یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې «همکاران» دي.

طالبانو تازه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...