تاند/جمعه د وږي ـ سنبلې ۷مه/نیمروز کې د طالبانو ولایتي مسوولینو خبر ورکړی چې، لسګونه هغه افغان ځوانان چې غوښتل یې په قاچاقي توګه ایران ته لاړ شي نیولي دي.
د طالبانو رسنیز دفتر زیاته کړې چې، دغه ځوانان په چخانسور، چهاربورجک او خاشرود ولسوالیو کې نیول شوي او بېرته خپلو اړوندو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
طالبانو که څه هم د نیول شویو ځوانانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی؛ خو زیاتوي چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاه د فرمان پر اساس یې پر قاچاقي لارو له هېواده د وتلو د مخنیوي په موخه دا ډله نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې پرون پنجشنبه د نیمروز په چخانسور ولسوالۍ کې په دښته کې پر قاچاقي لار د ورتلوونکو له ډلې دوه ځوانانو د لوږې او تندې له امله ساه ورکړې ده.
د یادونې وړ ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په کور دننه د بېکارۍ څپه تر بل هر وخت پراخه شوې چې، له امله یې اقتصادي ستونزې او غربت زیات او ځوانان یې ځان وژنې او پر قاچاقي لارو اروپایي ملکو ته د تګ لپاره اړ کړي دي.