Homeخبرونهپاکستان: پنجاب کې د سیلابونو له وېرې له یو میلیون زیات خلک...

پاکستان: پنجاب کې د سیلابونو له وېرې له یو میلیون زیات خلک له کورونو ایستل شوي

تاند/جمعه د وږي ـ سنبلې ۷مه/ ‏پاکستاني چارواکي وايي په تېرو ۷ ورځو کې د سېلابونو د ګواښ له امله په پنجاب ایالت کې له یو میلیون زیات کسان له خپلو کورونو ایستل شوي دي.

دا سېلابونه د موسمي ورښتونو سربېره وروسته له هغې زیات شول، چې هند د درېیو ډکو بندونو اوبه پر پاکستان ورخوشې کړې او دغلته یې له ۱۴۰۰ زیات کلي تر اوسه اوبو لاندې کړي دي.

هند دا بندونه په اپرېل کې پاکستان سره د شخړې له امله تړلي وو، خو د ورخوشې کېدو وړاندې یې د «بشردوستانه ګام» په توګه پاکستان ته خبرداری ورکړی وو.

پاکستاني چارواکو په پنجاب کې روان سېلابونه او د کلیو لاندې کول تېرو څلورو لسیزو کې بې ساري ګڼلي دي او د خلکو د خوندیتوب په چارو کې له ستونزو سره مخ دي.

پنجاب کې د سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نشته، خو هند کې روانه میاشت سېلابونو ۶۰ کسان وژلي او پاکستان کې بیا له جون راهیسې لږ تر لږه ۸۱۹ کسان وژلي دي.

پرون هم د پاکستان لومړی وزیر، شهباز شریف او د پنجاب علی وزیره، مریم نواز شریف د هوا له لارې پر هغو سیمو ګزمې ووهلې چې د هند اوبو لاندې کړي دي.

1 COMMENT

  1. افغانان په زوره وباسی، تاسی به الله ج مجبوره کړی چی خپل کورونه پریږدی او له ویری تیښته وکړی. ظلم مکوی چی تر باندی مصیبت را نشی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...