جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+خان عبدالغفار خان د پښتنو د سیاسي شعور لارښود

خان عبدالغفار خان د پښتنو د سیاسي شعور لارښود

عزیز خان

خان عبدالغفار خان چې د فخر افغان او باچا خان په نوم شهرت لري، د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د پښتنو
په ټولنه کې د یو نوي سی اسي شعور بنسټ کېښود. هغه د ”خدایي خدمت ګار“ تحریک د الرې د عدم
تشدد فلسفه وړاند ې کړه او پښتنو ته یې وښودله چې د توپک پر ځای د قلم، او د ج ګړې پر ځای د سولې
له الرې د خپلو حقونو دفاع وکړي. دا هغه وخت و چې د برتانوي استعمار پر وړاند ې یوازې د زور او
.وسلې الره مشهوره وه
تر باچاخانه وړاندې په پښتني ټولنه کې د قبی لوي شخړو او ترب ګنیو دود ډېر ژور و. د هغه ستره السته
،راوړنه دا وه چې پښتنو ته یې د خبرو، تفاهم او سیاست الره وښوده. د خدای خدمتګار تحریک د ښوونې
ټولنیز خدمت او سیاسي پوهاوي یوه لویه مدرسه وه، چې د پښ تنو د راتلونکي نسلونو لپاره یې الر هواره
.کړه
باچاخان، ولي خان او د دوی س یاسي مل ګرو د پښتنو په سی است کې د یوې داسې کورنۍ او خوځښت بنسټ
کېښود چې خلکو ته یې د خدمت، سړیتوب او شعور درس ورکړ. ولي خان د خپل پالر د سی اسي افکارو
وارث و او په پښ تونخوا کې یې د ډیموکراسۍ ، فدرالیزم او ولسواکۍ د تګالرو مالتړ وکړ. دغه کورنۍ د
پښتنو د سیاسي تاریخ لومړۍ کورنۍ ده چې د جګړې پر ځای یې ولس ته د سیاست، صبر او مدني
.مبارزې اهمیت ور زده کړ
اوسنۍ رهبري په ځی نو ت ګالرو کې د باچاخان او ولي (ANP (که څه هم نن ورځ د عوامي نی شنل پارټۍ
خان له افکارو سره ټکر لري، خو دا د باچاخان یا د هغه د ملګرو تېروتنه نه ده . د س یاسي ګوندونو په
تاریخ کې دا عادي خبره ده چ ې وروسته مشران د زمانې د غوښتنو او خپلو ګټو له مخې نوې الرې غوره
.کړي. دا بدلونونه د بنسټګرانو د فلسفې نیم ګړتیا نه، بلکې د رهبرۍ د اوسني دریځ مسوول یت دی
نن ورځ یو شمېر کسان پر باچاخان او د هغه پر ملګرو نیوکې کوي. ځی نې وایي چې د باچاخان س یاست
ډېر سازشي و، ځی نې یې د هند د ازاد ۍ د مبارزې اړخ ته ګوري او وایي چې هغه د پاکستان د جوړېدو
مخالفت کړی و. نور ب یا وایي چې د عدم تشدد فلسفه د پ ښتنو د سختو شرای طو او قبی لوي دودونو سره ناساز وه.

خو دغو ټولو نیوکو ته با ید په یوه ټکي کې پام وشي: هغه سیاسي مبارزه چې نن هر پښتون سیاستوال پرې
.ویاړي او ځان د ولس استازی بولي، د بنسټ ډبره یې باچاخان ایښې ده
.که نن د ولس د را یې ارزښت منل کېږي، دا د هغه د مدني سیاست تسلسل د ی
.که نن د پښتنو د حقوقو خبره کېږي، دا د هغه د فکر یو س یوری دی
.که نن سیاسي ګوندونه په پښ تونخوا کې د ډیموکراسۍ شعارونه ورکوي، دا د هغه د مبارزې نت یجه ده
نو هغه کسان چې پر باچاخان ن یوکې کوي باید پوه شي چ ې د دوی د سیاست نننۍ مبارزه او د ولسي شعور
بنسټ د هغه د قربانیو محصول دی . د تاریخي مبارزو ارزښت د وخت په ترازو کې سنجول کېږي، او د
.باچاخان مبارزه د پښتنو په تاریخ کې د نه هېرېدونکو ارزښتونو څخه ده
خان عبدالغفار خان د پښتنو د سیاسي شعور الرښود دی. هغه د توپک پر ځای د قلم، او د تربګنۍ پر ځای
د مدني س یاست الره پ ښتنو ته وښوده . ولي خان د همدې الرې تسلسل و. که څه هم د ای این پي اوسنۍ
رهبري په ځینو برخو کې د خپل بنسټیز فکر نه اوړي، خو د باچاخان د فکر، خدمت او قربانۍ عظمت په
.تاریخ کې تلپاتې دی

2 COMMENTS

  1. ګرانه عزیز خانه! که تاسو د د خدای خدمتګارانو، يا سورخ پوشانو پیروان یاست،
    مهرباني وکړئ موږ ته د خپلی وړتیا او دې موضوع د زده کړې د منـبع په اړه ووایاست،
    او که تاسو پروا نه کوئ نو زما د غفار خان په اړه یو څو پوښتنو ته ځوابونه راکړئ؟
    ۱ ـ غفار خان یا د هغه کورنۍ د پښتنو د خپلواکۍ او د برتانوي سامراج یا پنجاب څخه د آزادۍ لپاره څه کړي دي؟

    ۲ – غفار خان یا د هغه کورنۍ د پښتنو ماشومانو لپاره څومره تعلیمي ادارې يا مکتبونه جوړې کړې دي (د ولی خان پوهنتون پرته چیرې چې مشعل خان شهید شوی و)؟
    ۳ او وروستۍ پوښتنه، د ښوونځي یا کالج په کوم دولتي دفتر کې دوی د پښتو د رسمي ژبې په توګه پوښلې ده؟
    که نه نو! زه به فکر وکړم چې دا تاند د ګلخانانو پاللی اوپورې تړلی يوه مـيډياده.او آزاده نه ده

  2. سلام وروره،
    تاسو پوښتنې له عزيز خان څخه کړې دي او هغه ځواب نه دی درکړی، زه هم بشپړ ځواب نه درکوم، خو کومې پوښتنې چې تا کړې دي، ډېره جالبه ده چې د دې عامو پوښتنو ځواب تاسره نشته. ماته دا د حيرانتيا خبره ده چې د باچا خان بابا د تعليمي هڅو په اړه تاسو سره معلومات نشته. دا نن چې زه او ته ليکوو، همدا د باچا خان بابا برکت دی. د باچا خان بابا خدايي خدمتګار تحريک يوازينۍ موخه د پښتنو لوستي کول او هغوی ته شعوري ويښتيا ورکول وه او دا ټول خدمت مفته کېده، ځکه نوم يې خدايي خدمتګاران و. سل کاله مخکې پښتنې ښځو په خدايي خدمتګار تحريک کې فعال رول لرل، مبارزه يې کوله او کور په کور يې د پښتنو تعليم لپاره تبليغ کاوه. پښتنې مېرمنې سياستوالې وې، هغوی ليکنې کولې، تحليل يې کاوه او ښوونکې وې. تر ټولو مشهوره يې الف جان خټک، بشرا بېګم، ګوهر بېګم، زيتون بانو او ډېرې نورې ښځې وې. دوی په هغه وخت کې تعليم کړی و او ان ماستري يې لرله.
    تاسو ويلي: باچا خان بابا کوم ښوونځي جوړ کړي؟ په اشنغر کې لومړني ښوونځي باچا خان بابا جوړ کړي. باچا خان تل د خپلو خلکو د خپلواکۍ او تعلیم لپاره مبارزه کوله.
    په هغو ورځو کې ټولې سيمې د انګرېزانو تر استعمار لاندې وې او تعليم پکې ډېر کم و. د نجونو د تعلیم نوم اخیستل خو پکې بېخي ګناه بلل کېده. هغه مهال به په ټولنه کې د ډېرې کوچنۍ خبرې لپاره دښمنۍ پالل کېدې او غچونه به اخیستل کېدل. د بېوزله کسانو ژوند خو بیا بېخي خراب و.
    د باچا خان بابا يوه هیله د خپلې ټولنې له خلکو سره مرسته وه. له همدې کبله یې خپل ټول ژوند د ټولنې د پرمختګ لپاره قربان کړ. په هغې زمانه کې عصري زده کړې لږې وې او ځينو هغو کسانو چې یو څه لیک لوست کولی شو، له دیني مدرسو فارغ شوي وو. همدغو له مدرسو فارغو شویو کسانو هڅه کوله چې تعلیم د خلکو په منځ کې عام کړي او خلک تعليم کولو ته وهڅوي.
    تاسو ويلي: پښتو ژبې ته يې څه کړي؟ د پښتنو لومړنۍ پښتو مجله او اخبار د خدايي خدمتګار تحريک پيل کړی. په سلهاوو ليکوالان او ښځينه ليکوالانې وې چې پښتو ادبيات يې ډېر اوچت مقام ته ورسول. په ځانګړي ډول ډرامه‌ ليکنه، لنډه کيسه، ناول ليکنه ټول په همدې دور کې اوج ته ورسېدل. د بابا شاعر او سياستمدار زوی غني خان بابا څرنګه هېرولی شو . د غني بابا شعرونه د جهالت او جاهل ملا پر خلاف د جهاد فتواووې دي.
    په سياست کې يي د ولي خان زوی نوم څرنګه هيرو کړو چي پښتنو ته يي څه عالي سياسي شعور ورکړی دی. د ښځو د فعاليت په برخه کي يي نږور بېګم نسيم ولي خان څه ډول هيره کړو چې د پښتنې په‌ رواجي ټولنه کې يې سياست کاوه او د خپل ژوند ملګري ولي خان تر څنګ، څنګ په څنګ روانه وه. ډېرې نورې لاسته راوړنې دي چې په يوه تبصره کې نه ځاييږي.
    هيله ده باچا خان بابا ولولې. هغه يو کتاب لري: «زما ژوند او جد و جهد». د بابا په هکله زرګونه سيمينارونه، کتابونه او مقالې ليکل شوي دي. ولوله چې پوښتنې دې ځواب شي. دا به ډېره بې انصافي وي چې ستر فخر افغان باچا بابا يو پښتون ونه پېژني.
    هيله ده د ګلخان تر پېغور مخکې زما او ستا وطن ته وګورې، چې په ۲۱م قرن کې د ښځو او نارينه وو په مخ د علم دروازې تړلې دي، جهالت په هر ځای کې خپور دی، خو د باچا خان بابا په تحريک کې سل کاله مخکې ښځينه ښوونکې، ليکوالې، سياستمدارې او ماسترې وې.
    د بابا څو ويناوې:
    ـ بې‌تعليمه خلک د مذهب پۀ نوم ډېر زر دوکه کېږي.
    ـ هغوی چې زوی ته په يوه او لور ته په بل نظر ګوري، د وړوکوالي نه د جينکو په مغزو کې دا خبره کېنوي چې هلکان او نارينه خدای د نجونو او ښځو نه بهتر او لوی پيدا کړي.
    ـ د کوم قام ښځې چې بيدارې شي او د ملک د ازادۍ لپاره ملا وتړي، نو هغه قام څوک غلام ساتلی نشي.
    درنښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب