جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد امریکا دفاع وزیر وايي، د کابل د هوايي ډګر د ۲۰۲۱...

د امریکا دفاع وزیر وايي، د کابل د هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال د حملې بشپړ راپور به راتلونکی کال اعلان شي

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۷ مه) د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسیت تایید کړه چې په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د ځانمرګي برید بشپړه ارزونه به د ۲۰۲۶ کال په منځ کې وړاندې شي.

په دې برید کې، چې ویل کېږي د داعش-خراسان پډلې یوه ځانمرګي کړی و، ۱۳ امریکایي پوځیان او تر ۱۷۰ ډېر افغان ملکیان د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د ابي ګیټ په سیمه کې ووژل شول.

د امریکا دفاع وزارت پرون (پنجشنبه) په یوه بیان کې ویلي:
«د وزارت د ارزونې ځانګړې ډله لا هم د پلټنې حیاتي کار ته دوام ورکوي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د حساب ورکونې او شفافیت هڅې بې پرې پاتې کېږي.»

«که څه هم ارزونه روانه ده، کار نه دی تم شوی او تر هغه وخته به دوام وکړي تر څو هر اړخ وڅېړل شي او مسوول کسان محاسبه شي.»

دغه ارزونه د دفاع وزارت د ځانګړې ارزوونکې ډلې له خوا ترسره کېږي، چې مشر یې د پینټاګون لوی ویاند او جګپوړی سلاکار شان پارنل دی، او دا د ابې ګیټ له اصلي پلټنې څو میاشتنۍ اضافي ارزونې وروسته ترسره کېږي چې نژدې دوه کاله مخکې پیل شوې وه. د امریکا مرکزي قوماندانۍ د ۲۰۲۳ په سپتمبر کې د دې اضافي ارزونې امر وکړ، چې د لومړنۍ پلټنې پایله یې بیا تایید کړه. لومړنۍ پایله دا وه چې د ابې ګیټ برید مخه نه شوای نیول کېدای خو دا په داسي حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ او اداره یې ټینګار کوي چې د دې برید مخه نیول کېدای شوه خو د بایډن د ادارې د بې کفایتۍ له کبله وشوه.

دفاع وزیر هېګسیت همدې موضوع ته په اشارې وویل: «د ۱۳ وژل شوو پوځیانو د کورنیو لپاره عدالت یو مهم لومړیتوب دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ د دوی، د امریکایي ولس، او ټولو هغو کسانو په وړاندې چې یونیفورم اغوندي، مسوولیت لرو چې هر جزئیات وڅېړو، بشپړ حساب ورکړو او باور بیرته راژوندي کړو. امریکایان حق لري پوه شي چې په افغانستان کې څه وشول؛ پوځ باید د پیښو ځواب ووايي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب