لیکوال: محمد محق
دیني مفکوره د وار له مخکې فرضونو په لومه کې
د انسان د ذهن او روان په اړه پرمختللي او مډرن مطالعات ښيي چې شعور او لاشعور سره متفاوت میکانیزمونه لري او کېدای شي یو د بل پر وړاندې عمل وکړي. څېړنې دا هم ښيي چې د لاشعور نقش ډېر زیات دی او غیر له دې چې شعور په دوامداره توګه وده وکړي د لاشعور له منګولو د خلاصون بله لاره نشته. البته له لاشعوره خلاصون هم هېڅکله وروستي حد ته نه شي رسېدای او د انسان پر شخصیت د لاشعور نقش د عمر تر پایه په یوه نه یوه ډول دوام کوي.
د لاشعور پر ځواکمن، پېچلي او تر ډېره حده پټ نقش سربېره، شعور هم پېچلی دی ځکه چې د اکتسابي علومو او باورونو مجموعه چې له مختلفو لارو او مختلفو منابعو د ذهن دې برخې ته رسېږي، د هر چا په ذهن کې وار له مخې فرضونه جوړوي چې د هغه پر تمایلاتو، شناخت او ډېرو تصمیمونو او ان د هغه پر ورځنیو کړنو اغېز ښندي.
په ذهن کې د وار له مخکې فرضونو شتون سبب کېږي چې له ډېرو علومو او مفاهیمو سره د انسان تعامل او د هغو پدیدو په اړه چې دی یې ویني یا ورنه خبرېږي، بې طرفه نه پاتې کېږي. دی د خپل ذهني دریځ په لومه کې ایسارېږي او نه شي کولای بې طرفانه قضاوت وکړي او یا په مطالعه او څېړنه کې بې پلوه پاتې شي.
د ډېرو مفکورو منل یا ردول او د مذهبونو، ادیانو، ګوندونو، قومونو او نورو پدیدو په اړه قضاوت پر همدې لاره تېرېږي. همدا وار له مخې فرضونه دي چې د هر فکر او هرې نظریې د اعتبار درجه تعینوي او د ګڼو مسایلو پر وړاندې زموږ دریځ ټاکي.
وار له مخې فرضونه ټول یو خېل نه دي او کولای شو پر دوو ډولونو یې وویشو: سم او ناسم. خو دلته د سم او ناسم سره پېژندل او توپیرول پخپله ستونزمن کار دی او په اسانۍ سره نه شي کېدای. د تعلیم او تربیې اصلي رسالت دا دی چې د وګړي پوهه او معلومات دې برید ته ورسوي چې د ناسمو وار له مخې فرضونو له شره ځان خلاص کړای شي او په خپل قضاوت او تصمیمونو کې منطقي او د منل شویو قواعدو پر اساس عمل وکړي.
د وار له مخې فرضونو عمل او نقش په خاصې محدودې پورې نه دی منحصر، بلکې د وګړي د ژوند بېلابېل ډګرونه په یوه ډول د هغوی تر اغېزې لاندې راځي. دیني مفکوره هم پر همدې ځېږې لارې ګام ږدي او سختې یې ګالې.
که له دې نظره ورته وګورو، هغه کسان چې په دیني فکرونو پورې اړونده حوزه کې یې د تیوریو او مباحثو په تولید کې برخه درلودې ده، د ټولو انسانانو په شان د دغو وار له مخې فرضونو تر اغېزې لاندې وو او کله چې د دین د لومړۍ درجې منابعو په فهم او تفهیم لګیا شوي دي، د هغو وار له مخې فرضونو پر اساس یې عمل کړی دی چې د دوی په ذهن کې وو.
وار له مخې فرضونه ګڼ دي او هر یو یې په یوه ډول سره د انسان پر فهم او دریځ اثر پرې باسي.
ژبني وار له مخې فرضونه یو له هغو موردونو څخه دي چې د دیني نصوصو د پوهېدو پر بڼې اغېزه لري. مثلاً ځینې کسان ژبه ماورأ الطبیعي پدیده ګڼي او داسې انګېري چې ژبه په «توقیفي» بڼه له بلې دنیا موږ ته رارسېدلې ده او تر انسان هاخوا عاملونو د هغې په انتقال کې برخه لرلې ده، د ژبې په اړه د دوی وار له مخې فرضونه د هغو کسانو له لید لوري سره ډېر توپیر لري چې ژبه طبیعي پدیده ګڼي او باورمن دي چې دا پدیده د یو مخ تدریجي بهیر په ترڅ کې رامنځته شوې ده او د انسانانو د ټولنیز تکامل محصول ده او اساس یې ټولیز توافق دی، سیال حالت لري او هر وخت به د ودې او تکامل په حال کې وي.
د لومړۍ ډلې په نظر، معاني له الفاظو او ژبنیو قالبونو سره نه شلېدونکي اړیکي لري او په هماغه عالم کې چې ژبه خلق شوې ده، مشخصې معناوې هم ورته ایجاد شوې دي او دا دوه به هېڅکله له یو بله نه بېلېږي. په دې صورت کې د دې متن د لوستونکي او اورېدونکي وظیفه دا ده چې د کلمو اصلي او ازلي معناوې راپیدا کړي او هغو نورو معناګانو ته اعتبار ورنه کړي چې په نورو سیاقونو ورباندې زیاتې شوې دي.
د دویم وار له مخې فرض پر اساس، ژبه د معنا په متابعت رامنځته شوې ده او معاني هغه فهم او برداشت دی چې انسانانو د ټولنیز تکامل او د ژوند د تحولاتو په ترڅ کې حاصل کړي دي او د هغوی د تعبیر لپاره یې ژبه رامنځته کړې ده. نو، د کلمو او معناګانو تر منځ تل پاتې اړېکه نشته او هره کلمه ممکن په خاص سیاق کې خاصه معنا ورکړي او هم شوني دي چې د ژوند څپانده بهیر، نوې موندنې ورپه برخه کړي چې د هغوی لپاره نوې کلمې خلق شي یا شته کلمې د نورو معناګانو لپاره وکارول شي.
دیني نصوصو ته مراجعه له ټولو ژبنیو وار له مخې فرضونو څخه لرې نه شي کېدای او هر وار له مخې فرض کاملاً متفاوته نتیجه زېږوي چې له نورو نتیجو به جوت واټن ولري.
د نړۍ پېژندنې وار له مخې فرضونه هم همداسې نقش لري. ځینې کسان نړۍ ته د پخواني «علم هیأت» پر اساس ګوري او تصور کوي چې ځمکه د عالم مرکز دی او نورې سیارې تر ځمکې راڅرخي. د دوی وار له مخې فرضونه له هغو کسانو ډېر توپیر لري چې د میلیارډونو کهکشانونو پر شتوالي خبر دي او د نوري کال واټنونه درک کوي. همدارنګه د نړۍ طبیعي جوړښت له رازونو ډک ګڼل له هغه لیدلوري ډېر توپیر لري چې د علمي پرمختګونو پر اساس یې د ډېرو فیزیکي تحولاتو علتونه کشف کړي دي، د طبیعي تعاملاتو قوانین یې پېژندلي دي او د نړۍ رازونه یې راسپړلي دي.
د انسانانو په اړه وار له مخې فرضونه هم شته لکه د جنسیت پر اساس د دوی وېش او دا چې یو جنس غښتلی او پوه دی او بل یې کمزوری او ناپوه. همدارنګه د انسان د اصیل فطرت په اړه هم وار له مخې فرضونه شته دا چې انساني کرامت ذاتي دی او هویتي قضیې چې وروسته ورته حاصلېږي، عارضي چارې دي، یا دا چې کرامت یې د هویت فرع دی او د ده د دیني، ژبني، توکمیز او … هویت له مخې یا کرامت ورکول کېږي یا ځنې اخیستل کېږي.
که یو څوک وغواړي د انسان او د هغه د حقونو په اړه ځینې دیني نصوص تفسیر کړي او پر اساس یې حقوقي قوانین او مقررات وضع کړي، نو د پخوانیو لیدلوریو نقش پخپله رامیدان ته کېږي او هغه به پر دیني متن هماغسې پوه شي چې د انسان په اړه د ده له وار له مخې فرضونو سره سمون ولري.
د وار له مخې فرضونو بله بڼه تاریخ ته د کتلو په ډول پورې وي. یوه ډله باور لري چې انسانان په لومړي سر کې پر سمه لاره روان وو او څومره چې وخت تېر شوی، دوی له سمې لارې لرې شوي دي او دغه بې لاریتوب به تر اخرالزمانه پورې دوام وکړي او د ژغورنې یوازینۍ لاره دا ده چې هماغه لومړني فطري حالت ته وروګرځي. د دوی پر وړاندې بله ډله په دې باور ده چې انسانانو په لومړي سر کې هېڅ مهم علم او معلومات نه درلودل او د وخت په تېرېدو سره یې د ټولنیز تکامل پر لاره ګام ایښی دی، د علم د زده کولو لاره یې موندلې ده او زده کړي علمونه یې نورو نسلونو ته لېږدولي دي او د علمونو او مهارتونو د تراکم په اثر لوی انساني تمدنونه رامنځته شوي دي. له دې نظره، څومره چې وخت تېرېږي، هماغومره انسان لا تکامل او پخوالي ته رسېږي او له تېر او راتلونکي سره د ده نسبت داسې دی لکه له جهل او علم سره نسبت. مانا دا چې د تاریخ مسیر داسې دی چې شا یې جهل ته او مخه یې علم ته ده او انسانان په تدریج سره لا زیاته پوهه ترلاسه کوي او خپل جهل کموي.
کله چې لومړۍ ډله دیني نصوصو ته مراجعه کوي، هر هغه شی لا معتبر ګڼي چې لا پخوانو وختونو سره تړاو ولري او هر شی چې وروستیو وختونو پورې اړه ولري، ورته کم اعتباره ښکاري. دویمه ډله بیا د پخوانو وختونو محصولات د هغوی د وروسته پاتو شرایطو او د بشر د خامۍ محصول ګڼي او وروستي محصولات لا متکامل او اقلاً د استفادې په لحاظ نننیو انسانانو ته لا ګټور ګڼي.
پر دغو موردونو سربېره، د وګړو په ذهن کې نور وار له مخې فرضونه هم شته چې د دوی له شخصي تجربو، تحصیلي او تخصصي څانګې، سیمه ییزو دودونو او ان کورنۍ تربیې څخه منشأ اخلي او ټول یې د فهم او تفسیر او تحلیل پر نتیجې اغېز پرې باسي.
که وغواړو دیني مفکوره له دې منظره وڅېړو، باید د هغو کسانو په اړه نوي مطالعات وکړو چې دا مفکوره یې رامنځته کړې ده. دې سره به د دوی د معرفت په تولید کې د غیرمعرفتي عاملونو څرکونه ومومو. د دوی د وار له مخې فرضونو په ازمویلو سره به د دوی د دیني برداشتونو او لیدلوریو د قوت او اعتبار اندازه بهتره رامعلومه شي.