جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د افغانستان په خاوره د هر بریدګر بریدونه غندو

د افغانستان په خاوره د هر بریدګر بریدونه غندو

روح الله انوري
له ۲۰۱۰ زیږدیز کال راپه دې خوا د پاکستاني پوځیانو له خوا د ډیورنډ فرضې کرښې سره نزژدې سېمې، کلي، کورونه، مسجدونه او نور ځایونه په توپونو ویشتل کیږې، کله کله پکې داسې ورځې هم راغلې دې چې دغه د افغانانو ازلې دښمن (پاکستان) په ډېره سپین سترګۍهوايي بریدونه هم ترسره کړي دي.
دغو ځمکنیو او هوايي بریدونو کې په سلګونه بې ګناه انسانان شهیدان شوي، په سلګونو ټپیان شوي چې په دواړو کې ښځې، ماشومان او عمر خوړلي کسان شامل دي. په زرګونو کورونه ویجاړ شوي او لسګونه کورنۍ د خپلو مینو او سیمو پريښودو ته اړې شوي دي چې تراوسه لاهم په خپل وطن کې د کډوالۍ ژوند تیروي.
دا هر څه په داسې حال کې پاکستانیو نظامیانو ترسره کول چې په افغانستان کې جمهوري نظام موجود و او نړیوالو ځواکونو هم شتون درلوده.
هغه مهال افغان چارواکو د مرمیو،بمباریو او د هغې له امله د رامنځ ته شوو زیانونو حسابونه کول،دا خبره به يې هم کوله چې د(ډز ځواب به په ډز ورکړي)خو پاکستان ته نه نړیوالو چې امنیتي تړون ورسره لاسلیک شوي و او دا په تړون کې یاد شوي و چې د افغانستان د خاورې دفاع به کوي،خو نه هغوي او نه افغان حکومت ورته ځواب ورکړ.
خو د پرځیدلي جمهوریت یو شمیر پخواني چارواکي چې پاکستان سره يې د ډیورنډ په فرضې کرښه د جوړو شوو درازو پرانسته کې هم په ډیر ویاړ ګډون کړی،د پرانستې پټې يې هم په خپلو مبارکو لاسونو پرې کړې او د هغوي لخوا د راتوغول شوو ګولیو شمار او افغان ولس ته د اوښتو تلفاتو حساب يې هم کړی،نن لګیا دي او په اوسنیو چارواکو بلا نیوکې کوې.
دوي وايې،طالبان ولې پاکستان ته  ځواب نه ورکوي،تاسو سره ناټو،ایساف او امریکایانو شتون درلوده او حکومت مو هم ټولې نړۍ په رسمیت پیژندلی و. ایا تاسو کوم کوټلی ځواب ورکړی او که وخت مو یواځې په تشو ګواښونو او د ولسونو په دوکه کولو تیر کړی دی؟
موږ د افغانستان په خاوره د هر یرغلګر که هغه تور وي،سپین،سور او یا زیړ وي بریدونه مو پخوا هم غندلي او اوس يې هم غندو،پخوا مو له افغان چاروکو او نړیوالو غوښتې چې د افغان خاورې او افغان ولس دفاع وکړي.
هریو لورې یواځې درواغجنې ژمنې کړي دي او بس.
یو بله خبره هم باید یاده کړو چې په جمهوریت کې ډیری واکمنو هغو تش په نوم (جهادي)ډلو ټپلو پورې تړاو درلوده چې چا د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته  د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو ډیری الوتکې،چورلکې،توپونه،لواندازونه،اوراګان او نور شیان پاکستان او ایران ته د ډالیو او کباړ په نوم ورکړې،افغانستان يې  ورته په لوي لاس بې وسلې کړ،بلکې له لاسونو او پښو يې دغو دښمنانو ته وتړلو.
له دې سربیره چې نړیوالو کومې وسلې او وسایط ځانونو سره راوړې و،هغه يې هم ډیری د طالبانو بیا واکنمیدو او د نړیوالو له تللو وړاندې، پاکستان ته ورکړې وې او کومې چې پاتې وې، هغه يې څه په لوي لاس ویجاړې کړې او څه يې ځانونو سره وړي دي.
دا هر څه د جمهوریت هغو چارواکو ته معلوم دي چې نن طالب ته پیغورونه ورکوې چې ولې پاکستان ته ځواب نه ورکوي؟
موږ بیاهم وایو چې پاکستان له ۲۰۱۰ کال څخه دغه بربنډ تیری پیل کړی دی او موږ تل غندلی دی.ورسره مو د وخت د چارواکو اود نړیوالو ځواکونو چوپتیا تر سوال لاندې راوستې ده.ټولو ته مو دا خبره کړې چې د افغانستان او افغانانو دفاع ستاسو دنده ده، خو هیچا پاکستان ته ځواب ورنه کړ.
ټام ویسټ چې هغه مهال په کونړ کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت استازی و،له هغه وروسته د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما مشاور  شو بیا د زلمي خلیل زاد په ځاي د افغانستان د سولې چارو مسول شو.
هغه سره مو هم پدې خبرې کړې او ورڅخه موغوښتې چې باید امریکا په پاکستان  فشارراوړي،څو د دغو ړندو بریدونو او لاسوهنو منع شي.
ښاغلي ټام ویسټ چې کومې خبرې موږ ته کړي زما اکثره ملګري چې هغه مجلس کې حاضر و پرې شاهدان دي.دا ټولې خبرې به یو وخت په بل مطلب کې لوستونکو سره شرېکې کړم.
هیچا ته خپله خطا او ګناه ،خطا او ګناه نه ښکاري،خو د نورو وړه او غټه خبره ورته لوي جرم ښکاریږي.
که ډیری پخوانیو چارواکو ته وګورو نو همدې ته ګوته په ماشه ناست دي چې کله له طالب او یا مولا یو کمزوری کار ترسره کیږي،چې دوي ورپسې نغارې ته ډنګ ورکړې او خبره ګرمه کړي.
لږ پخوانیو جرمونو،فسادونو،غصبونو او نورو هغو ناروا ته نظر وکړئ  چې کومې مو د واک پرمهال ترسره کړي دي.بیا به هیڅوک ملامت نه کړي.
د پاکستان په ټولو  بریدونو او تیریو کې د تیرو څو دورو او اوسني چارواکي ټول شریک دي او باید د دې غچ اخستلو لپاره ټول افغان ملت سره یو موټی شي.داسې نه چې د تیر په څیر په خپلو کې مو سره ښکرونه اړم کړي وې او د دښمن په ځاي خپلو سره په جګړه اخته شو.
دښمن همداسې غواړي چې هغه د خیر په غونډۍ کېنې او زموږ د خپل منځې جګړو سیال وکړي او یو بل په شا وټپوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...