جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+خړ ګردونه او ګرم خوراکونه| شاه زلمی

خړ ګردونه او ګرم خوراکونه| شاه زلمی

خوراک د انسان د ژوند بنسټیزه اړتیا ده، خو کله چې دا اړتیا د ناپاکو او غیر صحي خوراکونو له لارې پوره شي، د روغتیا پر ځای د ناروغیو تسلسل رامنځته کوي او د خوند په ځای پر زهرو بدلیږي.
 څوک چې اوږدې ورځې په ښارونو او کوڅو کې تېرې کړي، خامخا یې لوږه او تنده مل وي. خو دا حالت یوازې هغه مهال خوندورو پای مومي چې صفایۍ ته پکې بشپړه پاملرنه شوې وي.
له بده مرغه په ځینو ټولنو کې پلورونکي د پاکوالي پر ځای صرف د ګټې په فکر کې وي. د خوراک وړاندې کولو پر مهال لوڅ لاسونه کاروي، د لوښو پاکوالي ته پاملرنه نه کوي، او ډېر وخت د څو وارې کارول شویو اوبو، زړو غوړیو، ورځپاڼو، ځنډنۍ غوښې او سبزۍ څخه استفاده کوي. لوڅې ټپرۍ او پرې د پاسه د ګردونو او دوړو شتون، نه دا چې د خوراک خوند او اخیستونکي اشتها سوزوي، بلکې د ناروغیو بلنه هم ورکوي.
ځینې وختونه دا بې پروایي د سړک له غاړې تر نړیوالو رسنیو هم رسېږي. په ډیرو ویډیوګانو کې یې وینو چې په پرې شوې غوښه د سمنټو پر غولي پرته وي، د خدمتګارانو په تورکو او خیرو لړلې جامې پر تن وي، لاسپغوني (د ستکش) او د پخلي او خدماتو اړوند وسایلو نه کاروي. داسې کړنې او  بې غوري بیا  د ناپاک خوراک او د  یو  ملت د کلتور او ارزښتونو پیکه انځور   هم وړاندې کوي.
پاکوالی او د ښه خدماتو وړاندې کول د کاروبار په ودې او د مشتریانو په راټولولو کې مهم رول لري. که پلورونکي لږه پانګه د صفایۍ لپاره ولګوي، ډېرې ګټې به د باور او درناوي په بڼه ترلاسه کړي.
خوندي خوراک د لوږې د ورکولو او د روغتیا ضامن دی. ټولنه هغه وخت روغمنه او بختوره کېږي چې هر څوک د خپل چاپېریال، کوڅو او خوراکي موادو په صفا ساتلو کې برخه واخلي.
بیا به مو خلک په خوراکونو پسې له لرې لرې راځي او نورو ته به یې ستاینه کوي.
نېټه: ۲۸ اګست ۲۰۲۵
 لیکوال: شاه زلمی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب