تاند (پنحشنبه، د وږي/ سنبلې ۶ مه) د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې دفتر د نړيوالې د اوبو د نړیوالې اوونۍ له پای سره هممهاله، د افغانستان د اوبو د کمښت پر سخت بحران اندېښنه څرګنده کړې او د دې ستونزې پر وړاندې یې خپله ژمنه د تکرار کړې ده.
د اروپایي اتحادیې دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اوبو بحران یوه حیاتي اندېښنه ده، په ځانګړې توګه په کابل کې، ځکه دغه ستونزه د ژوند پر ټولو برخو لکه د خوراکي توکو پر امنیت او د عامې روغتیا پر وضعیت اغېز کوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې اروپایي اتحادیه ژمنه ده، د افغانستان په کچه د خپلو شریکانو په همکارۍ داسې اغېزمن ګامونه پورته کړي چې له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق، د کرنې پراختیا، د روغتیا د ښه والي، د خوراکي توکو د خوندیتوب او د بېرته راستنېدونکو او داخلي بېځایه شویو کسانو ملاتړ تضمین کړي.
په بیان کې راغلي:
«دا یو ګډه مسوولیت دی او موږ هیله لرو چې د اوبو د سرچینو د اغېزمنې کارونې په اړه د خبرو اترو په پيل سره، د راتلونکو نسلونو لپاره یو باثباته راتلونکی جوړ کړو.»
د چاپېریال او د اوبو د سرچینو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پرلهپسې وچکالۍ او په ځانګړي ډول د کابل د اوبو بحران خورا بحراني وضعیت رامنځته کړی او عاجلو اقداماتو ته اړتیا لري.
افغانستان په تېرو کلونو کې له سختو وچکالیو او د اوبو د سرچینو له کمښت سره مخامخ شوی دی. نړیوالو ادارو څو ځله د ځمکنیو اوبو د سطحې د کمېدو او د خوراکي خوندیتوب او عامې روغتیا د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.
د کابل ښار چې د نفوس شمېر یې په چټکۍ سره ډېرېږي، د اوبو د کمښت تر ټولو زیات زیان ګالي، او که پر وخت ګامونه پورته نه شي، ښايي په نژدې راتلونکي کې لد اوبو له سخت کموالي سره مخامخ شي او حتي ویل کېږي چې ښايي کابل د نړۍ په لومړنۍ بې اوبو پلازمېنه بدل شی.
د اوبو نړیواله اوونۍ هر کال د دې فرصت برابروي چې د اوبو پر اهمیت او د هغې پر پایښتي سرچینو تمرکز وشي، خو سږکال په افغانستان کې دا اندېښنې تر بل هر وخت ډېرې اوڅارې (برجسته) دي.