جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهحامدکرزی وایي، پر افغانستان برید پاکستان نشي ژغورلی

حامدکرزی وایي، پر افغانستان برید پاکستان نشي ژغورلی

تاند/پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۶مه/ د افغانستان ‏پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر خوست او ننګرهار د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه چې پکې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته، په «سختو ټکو» غندلي.

کرزي دغه بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض، د نړیوال او د ښه ګاونډیتوب د اصل پر ضد بللي دي دي.

کرزي ټینګار کړی چې پاکستان باید پوه شي، چې د دغو تګلارو په دوام له منفي پایلو نه شي خوندي کېدای.

هغه د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او تسلیت څرګندولو ترڅنګ ویلي چې، د حاکمیت نقض او د افغانستان پر خلکو برید د پاکستان د غلطو پالیسیو له عواقبو د ژغورنې لار نشي کېدای.

حامدکرزي ټینګار کړی چې د پاکستان خیر په دې کې دی چې له افغانستان سره متمدنې اړیکې ټینګې او د ګاونډیتوب ټول حقوق او نړیوال قوانین په بشپړه توګه رعایت کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د دغو بریدونو په غبرګون کې، کابل کې د پاکستان سفیر، عبیدالرحمن نظاماني احضار کړ.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په بریدونو کې ۳ ماشومان وژل شوي او د ښځو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي دي.

2 COMMENTS

  1. دپاکستان نوي اومخکني شوم اعمال بایدهرافغان که هغه په افغانستان کي وي یاتر هیواد دباندي په هر ملک اوهرځای چي وي باید په لوړاواز اولیکونو باندي ئی وغندي اوشهیدانو ته ددعاترڅنګ دشهیدانوکورنیوته دزړه دصبردعاوکړي. ددغوتورمخوپه مقابل کي اوازپورته کړي ،په یوه ورخ په هر هیواد چي یاستي دملل متحد اونورونړیولو ددفترونومخ ته سره راووزي او دپاکستان ددغه شومواعمالوپه مقابل ودریږي اوورسره هغه ورغلي غله هم وغندي کوم چي زموږدخلګواوهیوادددښمنانوپرسترخان ناست دي . اودټولوافغانانوڅخه خاصتآ دملي تجاروڅخه په ډیردرنښت اوکږه غاړه هیله کوم چي کوشش وکړي ددغوتورمخوسره تجارت مه کوی ، ومریضانوته دي خالق العالم په هیوادکي دننه شفا ورکړي ددغونامردو دوا په دومره بی عزتي نه ارزي په هغه خپل هیوادکي په خپلو ډاکترانواو دواوباندي بسنه وکړي قسم دی چي پاکستاني دوا اوداروداعتباروړندي نورموخوښه

  2. دري متل دی ، چې وایي : از ماست ، که بر ماست .
    اویا « خود کرده را درد است و درمان نه ». اوس به د جهالت او ناتواني یا بې وسي له لاسه همداسې ځوریږو او لکه مچان لاسونه به مروړو ، هېڅ مو له لاسه نه کیږي .
    مونږ خپل وطن په خپلو لاسونو وران کړی ، دا څلوېښت کاله کیږي د مکار او کبرجن دښمن په خوله مونږ خپل کلی کور ، ښوونځي ، روغتونونه ، لویې لارې ، عسکري او ملکي تاسیسات او نور عام المنفعه ځایونه ورانوو او له هغو سره جهاد کوو. د ظاهرشاه بابا ، داود خان او تر داکتر نجیب الله پورې د ملي اردو ټول تجهیزات ، لکه بم غورځوونکې الوتکې ، سکات او لونا توغندي ، اوراګان ، ټانکونه او شوبلې یې ټولې کباړ او پر پنجابیانو خرڅې کړې .
    هریو چې قدرت ته ورسیږي ، نور ټول خلک ورته دښمن معلومیږي او شپه ورځ د هغوی په وژلو اوبندیانولو لګیا وي .
    د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي ، د عادي مریضانو د تداوۍ وسه نه لروي او د هر مرض د تداوي لپاره منافقستان او فکیستان ته منډې وهو.
    هغوی چې په واک کې دي ، قصدا او د پنجاب د خوشحالۍ لپاره خپل افغانان په تنګوي ، ښوونځي او پوهنتونونه یې تړلي ، استادان او محصلین نورو هېوادونو ته د مهاجرت لپاره مجبوروي ، ترڅو بله ورځ منافقستان د افغانستان خاوره په آساني سره اشغال کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...