تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۶ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستان د هوایي بریدونو له کبله په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ .
په دې بریدونو کې لږترلږه درې ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
په کابل کې د پاکستان شارژدافېر/ سفیر ته په سپارل شوې اعتراضي یادښت کې د افغان چارواکو له لوري دا بریدونه د افغانستان د هوایي حریم او ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بلل شوي دي.
وزارت د دیورند کرښې ترڅنګ پر ملکي سیمو بمبارۍ یوه “لمسوونکې او غیرمسوولانه کړنه” بللې چې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.
پاکستان پر وسلهوالو ډلو تور پورې کوي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر خاوره بریدونه کوي، خو افغان چارواکي دغه ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د اسلاماباد پوځي عملیات اکثره وخت ملکي وګړي په نښه کوي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د وروستي اعتراض او همدارا د حملو څه نه دي ویلي.
PAKISTAN GOT TWO STRONG POST IN AFGHAN TALIBS;
1/ AMIRKHAN MOTAQI
2 SERAJUDDIN HAQANI
BOTH ARE BEST AGENTS OF PAKISTAN,
IF PAKISTAN KILLS AFGHANS NO MATTERS, NO PROBLEM
public afghans must take weapons and stay with balooch libration and t t p,
talibs not shows response,
sorry