تاند/ پنجشنبه د وږي – سنبلې ۶مه/ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې لومړنۍ لوبه د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ده، چې سبا جمعه د وږي /سنبلې په ۷مه ترسره کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ پرون چهارشنبه د پاکستان او متحده عرب امارتو پر وړاندې د درې اړخیزې شل اوره لوبلړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه.
د راشد خان په لوبډلمشرۍ دې لوبډله کې ۱۷ لوبغاړي شامل دي چې تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
لوبډله کې:
لوبډلمشر راشد خان، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، دروېش رسولي، صدیق اتل، فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزی، فرید ملک، نور احمد، محمد اسحاق، کریم جنت، ګلبدین نایب، محمد نبي، مجیب الرحمن، الله محمد غضنفر، عبدالله احمدزی، او شرف الدین اشرف شامل دي.
ټاکل شوې افغانستان، پاکستان او متحده عرب امارات د روان اګست پر ۲۹مه په دوبۍ کې درې اړخیزه لوبلړۍ پیل کړي.