تاند/پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۶مه/ په انځور وینئ چې دا په تورخم کې پاکستاني لوري ته د افغانانو د پاسپورټ چک، کنټرول او ثبت شعبه ده.
په دې تړاو خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
په ویډیو کې پاکستاني اداري کارکوونکي او پولیس افغان مسافرو او پاسپورټ ته بې احترامي کوي.
تورخم کې دواړو غاړو ته تلونکي افغان مسافر تل د پاکستاني پولیسو او اداري کارکوونکو له ناسم چلند شکایتونه کوي.
دیني عالم رحمت الله اندړ دې ویډیو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې طالبان او پاکستان دواړه د افغانان «تذلیلولو» او «تحقیرولو» کې سره یو لاس دي.
پر فېسبوک په زیات شمېر افغان فعالانو هم د پاکستان دا چلند سپکاوی بللی او غوښتنه یې کړې، چې د دې چلند مخه باید ونیول شي.
بل خوا افغانان شکایتونه کوي، چې د پاکستان ویزې د عاجلو کارونو او ناروغانو لپاره په لوړو پیسو له دوو تر درېیو میاشتو موده کې هم نه شي ترلاسه کولای.
خو څو ورځې وړاندې بلوچستان کې د طالبانو قونسل، احمد حبیب ناصر وویل، چې پاکستانیانو ته یې د افغانستان ویزو ورکړه آسانه کړې او کولای شي دوو ساعتونو کې یې ترلاسه کړي.
هغه ویلي وو، چې دغلته هره ورځ شاخوا ۶۵۰ پاکستانیان د افغانستان ویزې ترلاسه کوي.
ملی خدمات، د ملت روزنه، حمایت او ساتنه د ننه او بهر،صحت ،رفاه عامه او خلاصه د ټولنی د افرادو صحیح پالنه او عادلانه رشد ،اهلیت ترویجول او ملت د انسانیت عالی مدارجو ته رسول ؛ دا ټول دحکومتونو او بیا د اسلامی حکومت اهم مسئولیات دی .
امراء باید د ملی نوامیسو ساتنه وکړی او د ملت ناموس خپل ناموس وبولی او پدی مسئولیت کی بی کفایتی داسی عواقب لری لکه نن چي په تورخم کی لیدل کیږی او پاکستان ،ایران او ترکیه کی دا څلور کاله تجربه کیږی خو امرا خپل مسئولیت د ملی نوامیسو پر وړاندی نه پیژنی ؛دومره بی غیرته حکام قطعا نشی کولای د ملت د عزت ساتنه وکړی.
دا نو کیسه انحصار ګران یواځی خپل کلی ،مدرسه او تلتکوال انډیوالان خپل شریک ګڼی او ۹۹سلنه نور ګمراه او مباح الدم بولی لکه چي امیر موهوم په نامه همدا مطلب تیره میاشت علمای بی عمل ته خپور شو.
د پنجابی،ایرانی او ترکی حکامو چلند پدی مهاجرتی بحران کی انسانی او اسلامی قطعا ندی بلکی د قطاع الطریق او بی ناموسه غلو روش دی کوم چی انسانیت او اسلام ته عار دی ؛بحرانی حالات استثنایی قربانی او شرافت عواړی خو دوی په رذالت د نارمل حالت سره ګډ او خپل دنائت تحمیلوی .
نو دا ډول انحصاری ،بدوی او له جاهلی تعصباتو ډک شیوخ د ملت د خدمت او نوامیسو د ساتنی فهم او ظرفیت نلری نو د افغان د عزت د ساتنی لپاره باناموس مرصوص صف ته ضرورت لرو ،نه خیټورو ،چارزنه ،پشمی موجوداتو فارم ته.
العزت لله ولرسوله و للمومنین.
من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام
ان الله فی عون العبد مادام العبد فی عون اخیه المسلم .
مونږ خو هروخت وایو :
هرچاته خپل وطن کشمیر دی .
یا خپل کور یا خپل ګور.
پردی کټ تر نیمو شپو وي.
خپل وطن ګل وطن .
خو پنجابیانو ګورئ :
د کبر کاسه آخر نسکوره ده . له دغو مظلومو مسافرو او کډوالو سره ظلم مه کوئ .
الله تعالی منتقم دی.
که په افغانستان کې یو متحد قوي ، مقتدر او ولسي دولت وای ، نن به زمونږ دهېوادوالو دا حال نه و.
dont buy any pakistani fruit vegtable fish chicken and clothes
if you buy indian supplies this is big funishment to punjab