جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏طالبانو، ننګرهار کې د پاکستان له نوم اخیستو پرته ډرون بریدونه تائید...

‏طالبانو، ننګرهار کې د پاکستان له نوم اخیستو پرته ډرون بریدونه تائید کړل

تاند/پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۶مه/  ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې، تېره شپه د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په ٢٩مې ویالې سیمه کې د یوه ځایي اوسېدونکي پر کور دوه هوایي بریدونه شوي چې، له امله یې د یوې مېرمنې په ګډون څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

دې دفتر ویلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

اعلامیه کې زیاته شوې چې زیانمن کس له هېڅ ډلې سره تړاو نه لري.

اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې دا بریدونه چا او ولې کړې او نه هم طالبانو د پاکستان نوم یاد کړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې تېره شپه له ماښام وروسته د خوست پر سپېرې، د ننګرهار پر مومندرې او غني خېلو او د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو د پاکستاني بې پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه کړي دي.

ځايي سرچینې وایي، د خوست سپېرې ولسوالۍ په سورکاخ کلي کې د ۳ وژل شویو ماشومانو په ګډون یو شمېر نورو ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه ښيي، چې د کونړ پر سرکاڼو، دانګام او مرورې ولسوالیو هم د پاکستاني پوځ ډرون الوتکو بریدونه شوي، خو تراوسه د مرګ ژوبلې او اوښتي زیان په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

پاکستان د دغو بریدونو مسوولیت په ښکاره توګه نه دی منلی.

1 COMMENT

  1. نوم یې چیرته اخستی شي، بیا خو ددوی کورونه هم خطر کې کیږي. یاره چې چوده اګست ورسره لمانځي نو د حملو پوښتنه څنګه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب