جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه خوست او ننګرهار کې د خلکو پر کورونو بمباري شوې ده

په خوست او ننګرهار کې د خلکو پر کورونو بمباري شوې ده

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۶ مه) په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ځايي اوسیدونکي وايي چې بې پېلوټه او جنګی الوتکو د خلکو پر کورونو بمباري کړې او ملکیانو ته یې مرګ ژوبلې اړولي دي.

د ننګرهار ولایت په شینوارو کې بې پیلوته الوتکې د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸ ویاله سیمه کې پر یوه کور بریدونه کړي دي.

سرچینې وایي، چې په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي او د بېړنیو روغتیایي خدماتو لپاره د غني خېلو روغتون ته لېږدول شوي دي.

د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکو ویلي چې بې پیلوټه الوتکو په دې ولسوالۍ کې یو شمیر کورونه بمباري کړي دي. د ځینو سرچینو په وینا په دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې د کونړ په دانګام ولسوالي کې هم بمباري شوې خو له کبله یې د مرګ ژوبلې او تاوانونو په اړه کوم راپور لا نه دی ترلاسه شوی.

د دوی په وینا، تېر ماخوستن په دې بمبارۍ کې خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. خو د دې لپاره چې بمباري د شپې په تیاره کې شوې، د مرګ ژوبلو دقیق شمېر نه معلومېږي.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب