تاند (پنحشنبه، د وږي/ سنبلې ۶ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، له کابل سره د پاکستان پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ ترینګلتیا د ډیورند کرښې له اوږدې لانجې سره تړاو لري.
خلیلزاد آریانا نیوز ته په ځانګړې مرکه کې وویل:
“پاکستان هڅه کوي په افغانستان کې کورنۍ ستونزې په خپله جوړې کړي، بیا یې نړۍ ته داسې وړاندې کړي لکه دا چې د حل کولو وړتیا یې لري. دا چلند چې په تېرو څو لسیزو کې عملي شوی، لا هم دوام لري. د پاکستان د تګلارې ریښه په ډیورند کرښه کې ده.»
خلیلزاد پر ایران هم تور ولګاوه چې افغان کډوال یې د سوریې په جګړې کې کارولي، او ویې ویل:
“یوشمېر افغانان سوریې ته استول شوي ول او هلته وژل شوي، چې هغوی ایران استولي ول.”
ده د ایران له لوري د افغان کډوالو ایستل “ناامنصفانه او د غیرمنطقي احساساتو” پر بنسټ وبلل.
د واشنګټن د دریځ په اړه، خلیلزاد وویل چې د امریکا او کابل اړیکې محدودې دي، خو په ځینو برخو کې همکاري شته. هغه روښانه کړه چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ سیاسي اړیکه نشته، خو د تروریزم په برخه کې همکاري شته.
خلیلزاد د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د مسکو لپاره “مهم او ستر ګام” وباله او زیاته یې کړه:
“دا د روسیې له خوا یو ستر ګام و. د امریکا د نوي حکومت تګلاره د افغانستان په اړه لا هم تر بحث لاندې ده. هیله لرم په راتلونکو دریو میاشتو کې پرېکړه وشي.”
په همدې وخت کې، خلیلزاد د اسلامي امارت له لوري د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیز پر دوام نیوکه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان د درناوي وړ شخصیتونه دې د حللارې په موندلو کې شامل شي.
هغه ټینګار وکړ چې هغه کسان چې په تېرو شلو کلونو کې یې افغان ولس له استثنایي فرصتونو بې برخې کړي، باید د هېواد په راتلونکي کې هېڅ رول و نه لري.
له بلې خوا خلیلزاد په یوه بله مرکه کې، چې له دویچې ویلې سره په مرکه کې یو وار بیا په پاکستان کې د طالبانو د یوه مخالفانو د جوړېدونکې غونډې، مخالفت تکرار کړ.
ټاکل شوې وه، د پاکستان پوځ او استخباراتو ته د یوه نژدې اندکور (تینک ټانک) په بلنه د یو شمېر جلاوطنه افغانانو غونډه دایره شي خو د دې غونډې په اړه د خلیلزاد له څرګندونو وروسته پاکستان غونډه وځنډوله.
معذرت غواړم دما تبصره امکان لری په یو شمیر فاسدو، جنایت کوونکو او خاینو چاپلوسو بده ولګیږی خو واقعیت دادی پرونی جنایت کار نور پریږدی!
په سیاسی علوم کې ۴ ډوله سیاستمدار ځانګړی تعریف لری :
۱- عملګرا سیاستمدار
۲- متخصص او علمی سیاستمدار
۳- جذاب بلا درنګ سیاستمدار
۴- عوام فریب، ځیرک او چل باز سېاستمدار
مشر تابه:
ولسی یا ملی مشر تابه
دسوټی ، زور او ستبداد مشرتابه
دډلې او یا ګروپ مشر تابه
زلمی خلیلزاد په لوی لاس دپاکستان او خپل شخصی ملګری عمران خان دافغانستان برخلیک له ستونزو سره مخا مخ کړ. زلمی خلیل زاد افغان ولس هېر کړ لکه کرزی!
حقیقت دادی چې دغه استخباراتی لوبه په بېوزله افغانستان باندې تحمل شوه .خلیل زاد اسلام آباد اوټول هغه کفن کشان په ناسته اوًولاًړو کې وپالل کومو چې افغانستان چور اوچپاول کړی وه. او دجنجالونو په ټغر یې کینولی وه طالب هم یو ځل ازمایل شوی وه .
د حیرانتیا خبره داده چې عوام فریبی چل اوًچوتاری خو حد لری.
زلمی په هغه اندازه هم پوهه نه لری کوم چې معاصر سیاسی علوم وایی زلمی ،کرزی، ع او غ ، کنجاره او بنجاره ، مجهول او بې هویته دنړیوالې محکمې تر جزا لاندی پرازیت داټول دیوې سوړې ماران دی.
شننونکی مننونکی کاسه ډبی کار پوهان په ډیر احساساتی ډول دشخصیت او مشرتابه په لوړو او ژورو کې لابی کوی که ښه دقیق شو همداسې دوه مخی جنایت کار بل جنایت کار تعریفوی.
افغان غیرتی ملت په ستره قربانی قاتل خائین شورویان او ددوی تربیه شوی غلامان ( قاتل خلقیان او قاتل پرچمیان ) له خپلی خاوری څخه وشړل اما په ډیر افسوس چی ملی خائین او د سی آی اي تربیه شوۍ جاسوس خلیلزاد د پنجابی پاکستان څخه په ابتدا کښی د پنجابی پاکستان سی آی اي له خوا تربیه شوی قاتل ګروپونه د مجاهدینو تر شعار لاندی پر افغانستان خوشی کړل او ددی قاتلانو د کابل ویجاړی او د افغانانو قتلونو شاهدان دی او بیا ئی د سی آی اي تربیه شوی جاسوسان د حامد کرزۍ تر مشری لاندی په افغان ملت حکمران کړل او اوس د افغان ملت ستر دوښمن خلیلزاد په همکاری د پنجابی پاکستان له خوا په امریکائی ډالرو تربیه شوی چړیان کابل ته راوستل شوی دی اودی ملی خائینو جاهلو چړیانو میرمنی په کورونو کښی زندانی کړی دی او جلکۍ ئی د مکتبونو څخه بندی کړیدی او د پنجابیانو تر رهنمائی لاندی ټول مکتبونه د چړیانو مدرسو باندی بدلی کړی دی لنډه داچی دا ستر ملی خائین خلیلزاد د افغان ملت تباهی لپاره د قاتلو کمونیستانو , قاتلو مجاهدینو او قاتلو چړیانو سره مساوی شریک دی او دا ملی خائین د سی آی اي ستر جاسوس اوس خپل ځان د افغان ملت غمخور معرفی کوی !
دی خبیث او ملی خائین باندی باید هیڅ اعتبار ونکړۍ شی !!!!!!