عبدالوحيد وحيد
له شک پرته د معاصر سياست په ترمينالوژي کې د اخلاقي کوډونو، انساني حقوقو، عدالت او مقدساتو نومونه کارول په نورو باندي د تسلط قائمولو لپاره ننداره ييز مانورونه ګڼل کېږي او يوازې د نورو د غولولو لپاره وي. په اوسنيو سياسي تعاملاتو کې يوازې ګټې د دوستي او دښمني معيارونه جوړوي. په افغانستان کې د پرديو نيابتي جګړې هم د همدغو پيچليو سياستونو برخه ده او موږ باید ورباندې د نيوکو سربيره په خپلو هغو کورنيو نيمګړتياو باندي هم تمرکز وکړو چې پرديو ته زموږ په هېواد کې د نيابتي جګړو لپاره فرصتونه او د سون توکي برابروي. له دې سره سره چې افغانستان د ترهګري پالونکي روزونکى او تمويلوونکى نه، بلکې د ترهګري قرباني دى خو متأسفانه بيا هم له تيرو نزدې دريو لسيزو راپدېخوا د کورنيو کمزورتیاو او مديريتي نيمګړتياو له امله ورباندې ترهګرو ته د پټنځای ورکولو تورونه لګول کیږي.
په وروستیو دوو میاشتو کې واشنګټن ته دوه ځله د پاکستان د فوځي مشر سفر او له ولسمشر ټرمپ سره ځانګړې ناستې ترسره کول یوازې تشريفاتي ليده کاته نه وو، بلکې د ستراتیژیکو بدلونونو او د نويو ستراتيژيکو لوبو د پيل نښې هم پکې څرګندې شوې دي. واک ته د ټرمپ له ستنېدو سره سم، پاکستان په پرله پسې ډول هڅه کوي چې د خپلو اړتیاوو په چوکاټ کې له امریکا سره خپل همېشنى بالمقطع دودیز رول چې هغوى ورته د اوږدمهاله “کلیدي همکار” عنوان ورکوي بیا ورغوي. پاکستان غواړي په سيمه کې اقتصادي ګټو او امنیتي ملحوظاتو ته د هوا ورکولو له لاري د امریکا پام ځان ته واړوي. د دغه بريالي نوښت تر شا د پاکستان اقتصادي ستونځې، د پوځ سیاسي مقام، او په سیمه ییز ډول د ستراتیژیک انډول رامنځته کولو موخې پرتې دي.
د امریکا لپاره پاکستان د چین، او ایران او تر يوه حده پورې د روسيې د نفوذ مهارولو په موخه خورا ارزښتناک هېواد دى. له دې څخه هم مهمه دا چې د واشنګټن لپاره پاکستان لا هم د افغانستان په معاملو او معادلو کې د “دروازې” حیثیت لري. همدغه شان پاکستان د هند ـ چین په سیالي کې د امريکا لپاره د فشار یوه ستراتیژیکه وسیله ګڼل کېږي.
داسې نښې نښانې هم شته چې امریکا يو ځل بيا د پاکستان له پياوړي او ځواکمن اردو سره معامله وکړي چې د تاريخ پاڼو ته په کتو يې هروخت د دواړو هیوادونو لپاره ښې او ګټورې پايلې درلودلي دي، خو افغانستان ته په خورا لوړه کچه زيانونه اړولي دي. د همدغو موخو لپاره د امریکا لخوا د عاصم منیر سفر ته د ځانګړې هرکلي بڼه ورکړل شوه او د ټرمپ شخصي ناسته ورسره ترسره شوه، چې په ښکاره ډول یې په سيمه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ يو ځل بيا د اقتصادي، امنیتي او ستراتیژیکو بدلونونو نښې څرګندې کړې.
تېر تاريخ ته په کتو د امریکا او پاکستان ترمنځ نږدېوالی د افغانستان پر وضعیت هم حتماً ژورې اغېزې لري چې لومړی اغېز به يې د خپلو غوښتنو منلو لپاره په افغان حکومت باندې د فشار زیاتوالی وي. داسې ښکاري چې پاکستان امریکا ته ډاډ ورکړى دى چې په افغانستان باندې فشار په موخه د پاکستان له چوپړتياوو څخه ګټه پورته کول د امريکا او پاکستان لپاره ګټور غوراوى دى. دغه فشار به په ځانګړي ډول د ډيورينډ په کرښه باندي تاوتریخوالي، ترهګري او د کډوالو د بيرته ستنولو موضوعاتو د راپورته کيدو له لارې رامنځته شي. د همدغه فشار په نتیجه کې د افغانستان په هکله دريځونه بدلون مومي او اسلاماباد د خپلو نفوذي کړنو له لارې ښايي د اسلامي امارت اوسنى نسبتاً پياوړى سياسي جوړښت له فشار لاندې ونيسي. بله دا چې د سیمه ییزې ستراتېژي د بدلون له امله افغانستان په یوه نوي نامعلوم جيوپوليټيکي وضعیت کې قرار لري، ممکن د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د رقابتونو په ډګر بدل او د موخو له ترلاسه کولو وروسته يا هم ددغو هېوادونو د ګټو د ټکر په پايله کې يو ځل بيا يوازې پرېښودل شي.
د پاکستان او هند ترمنځ دښمني د امریکا ستراتېژیکه لوبه نوره هم پیچلې کوي. امریکا په ښکاره ډول هند ته د ستراتېژیک ملګري په سترګه ګوري، د لویدیځ د نفوذ د پراختیا لپاره یې له ټیکنالوژي، دفاع او اقتصاد سره اړیکې ژورې کړي. البته په پټه، امریکا له پاکستان څخه د هندي ځواک د بشپړې خپلواکي مهارولو په موخه کار اخلي. دا دوه مخي ستراتېژي په افغانستان کې هم اغېز لري، ځکه چې د هند-پاکستان دښمني د افغان سیاست په میدان کې د امریکا د نفوذ او لاسوهنې لپاره زمینه برابروي.
په افغانستان باندې د تازه بدلونونو له بدو اغيزو څخه د هېواد د خوندیتوب لپاره افغان حکومت مجبور دى چې د دغه تازه بدلون په اړه محتاطانه دریځ خپل کړي. د خپلواکي او ملي ګټو کرښې باید خوندي وساتي. د سیمه ییزو بدیلونو لکه ایران، چین او منځنۍ اسیا سره د خپلو تعاملاتو په تړاو متوازن سیاست غوره کړي او هيڅکله د یوه ځواکمن هېواد تر فشار لاندې پاتې نشي. د پاکستان ـ امریکا احتمالي فشارونو پر وړاندې د ملي یووالي، دیوال ټینګ کړي. د انعطاف ښودلو او نه ستړې کيدونکو هڅو له مخې له داخلي اختلافاتو څخه د بهرنیو قوتونو د ګټې اخیستنې مخه ونیسي.
په امنیتي او اقتصادي ډګر کې افغانستان باید خپلې کورنۍ تګلارې پیاوړې کړي. د اوبو، انرژي، طبيعي منابعو او سوداګري په برخه کې هوښیار ګامونه د فشار دَ وسيلو ګرزيدو پر ځای د ملي ځواکمنتيا په توګه کارول کیدای شي. په کابل کې د افغانستان چين او پاکستان د بهرنیو چارو د وزيرانو ناسته د افغانستان په تړاو د ستراتیژیکو سياستونو په برخه کې د بدلون ښکاره بيلګه ده چې فرصتونه او ننګونې دواړه له ځانه سره لري.
افغان حکومت باید د مذهبي، سیاسي، ژبنيو، او قومي اختلافاتو پر وړاندې کلکې مبارزې ته ملاوتړي او ملي یووالی ټینګ کړي. داخلي اختلافات له شک پرته د بهرنیو فشارونو د اغیزې د زیاتوالي لامل ګرزي. د نړيوالو اړيکو د جوړولو لپاره يوازې سفارتونو پرانستل او د قونسلي چوپړتياوو وړاندې کول بسنه نه کوي بلکې داسې انډوليز او رغنده سياست خپلولو ته اړتيا ده چې د سيمې او نړيوال ځواکمن هېوادونه د افغانستان په برياليو سياستونو باندې اعتراف او د بنديزونو لرې کول پيل کړي. افغانستان باید د ایران، چین، منځنۍ اسیا او هند سره هم مهاله دوستانه او متوازن اړیکې ولري، څو په سیمه کې د یو اړخیز فشار مخه ونیسي.
د حکومتولي رڼه او مشروع بڼه رامنځته کول په مشرانو او په نظام باندي د خلکو باور پیاوړی کوي، د ولسونو د ملاتړ په برخه کې اسانتیاوې برابروي، د هېواد ولس او نظام په وړاندې د بهرنيو لوبغاړو دسيسې شنډوي او د هغوى د نفوذ فرصتونه له منځه وړي. د پردپو لخوا د توطيو د مخنیوي په موخه له سياسي مخالفينو او نورو وسلهوالو ډلو سره د تعامل لپاره داسې متوازنه امنیتي تګلاره غوره کول چې نظامي حل پکې منتفي ګڼل شوى وي. افغانستان باید د اړيکو پاللو په مهال د امریکا، چين، هند، پاکستان او ايران ترمنځ روان حساسيتونه په ځيرکتيا سره مدیریت کړي، د خپلو ملي ګټو په رڼا کې د هر ډول فشار مخه او له هر ډول پاروونکو بيانونو او کړنو څخه واټن ونيسي.
د اوسنيو نړیوالو او سیمهییزو بدلونونو په توپان کې افغانستان د څو متضادو څپو تر منځ ولاړ دی: د امریکا او پاکستان د اړیکو بیا تاوده کېدل، د هند او پاکستان ترمنځ د روستۍ څلور ورځنۍ جګړې په تناظر کې رامنځته شوې حساسيتونه، د چين نړيوالې اقتصادي پروژې او له ايران سره د اسرائیلو له جګړې وروسته رامنځته شوى صورت حال د سیمې د سیاسي او اقتصادي انډول بڼه بدلوي او پر افغانستان نویو فشارونو ته لاره هواروي.
د چین پراخېدونکی نفوذ د کانونو را سپړلو او ترانزیټ په برخه کې د فرصتونو تر څنګ د احتمالي انحصار وېره هم راولاړوي. روسیه په رسمي ډول د طالبانو حکومت پیژندل د نړیوال مشروعیت په برخه کې یو بدلون دی، خو د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستل د بشري ناورین او بېثباتي یوه نوې څپه رامنځته کړې ده. د دې ترڅنګ، د کابل د اوبو د ختمېدو ګواښ د کورني ثبات لپاره تر ټولو ستر خطر دی. په لنډ ډول افغانستان د داسې یوه وضعیت په څنډه ولاړ دی چې هر بدلون پکې د فرصت یا د ګواښ په توګه تعبیرېدای شي. په دې ټولو بدلونونو کې، له سيالي کوونکو هېوادونو سره د اړيکو جوړولو او ساتلو لپاره د انډول پالیسي غوره کول د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.