جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکابل کې د پاکستان، چین او طالبانو درې اړخیزه ناسته کې څه...

کابل کې د پاکستان، چین او طالبانو درې اړخیزه ناسته کې څه وشول؟

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۲۹مه』‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د درې اړخیز ډیالوګ شپږمې ناسته کې د ګډونوالو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د تېرو ناستو پر پرېکړو د بیاکتنې ترڅنګ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، سیمه ییزو همکاریو پراختیا لپاره ګڼ بېلابېل فرصتونه را ټوکېدلي په خبره یې، له دغو فرصتو باید د خپلو هېوادونو په ګټه استفاده وکړو.

متقي همداراز ویلي، دوی له اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ په استفادې هڅه کوي د افغانستان امنیتي ننګونو روایت د اقتصادي نښلون د څلور لارې په روایت بدل کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې اقتصادي موضوعاتو ته باید سیاسي رنګ ورنه کړل شي.

ناسته کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي افغانستان سره د, چین اړیکې مخ پر وده بللې دي په خبره یې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفیرانو کچې ته د ډيپلوماټیکو استازو لوړول ښه پرمختګ دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته د همکاریو پراختیا لپاره ښه فرصت بللې او د درې واړو هېوادونو ترمنځ یې د لا زیاتو پرمختګونو هيله څرګنده کړې.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزه ناستې ترڅنګ دلته له بیلابیلو طالب وزیرانو سره هم ناستې وکړې او په بیلابیلو برخو کې په دوه اړخیزه همکاریو خبرې وشوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب