شاهمحمود میاخیل
دا باید ومنو چې په تیرو څو لسیزو کې د حکومتونو او رژیمونو د ادلون او بدلون سره د افغانانو په منځ کې سرې او شنې کرښې واچول شولې او د دې کرښو پلویان او دویم نسل وارثین اوس هم د هماغه پخوانیو ناکامو کرښو روایتونه تقویه کوي .
دا کرښې چا واچولې او د چا په لاس تقویه شولې؟ ایا مونږ خپل ځان او یا د دې کرښو طراحان پیژندلي؟ که پیژندلي مو دي، څه عبرت مو اخستې دی که نه؟ ایا غواړو چې په ماضي او حال بد حالت کې واوسیږو او که یا غواړو چې د اوس بد حالت نه ووځو او د مثبت تغیر په اساس د راتلونکې نسل لپاره کار وشي؟ ایا قرار کینو او هر څه تقدیر ته حواله کړو او یا تدبیر په واسطه خپل تقدیر بدل کړو؟
زما په اند دا هغه مهم سوالونه دي چې مونږ هر یو یې د خپل ځان نه وکړو او بیا د خپل ځان لپاره خپله تګلاره پخپله وټاکو.
مخکې له دې چې د پورته پوښتنو په هکله خپل نظر څرګند کړم، ډیرې افغانان ووایي چې د افغانانو هیڅ په وسه پوره نه دي، کرار باید کیني او خپل تقدیر ته انتظار وکاږي. پریږدو چې ګاونډیان او دنیا څه کوي، هغه دې وکړي. دا ډول روایت په هر لحاط نا سم دی.
د اسلام له اړخه، الله تعالی وایي چې که یو قوم په خپل حالت کې پخپله تغیر رانه ولي، نو الله تعالی هم د هغه قوم په حالت کې تغیر نه راولي.
افغانان که هیڅ نشي کولې نو دا خو کولې شي چې د بدو کسانو ملاتړ ونه کړي. د یو بد په عوض د بل بد حمایت ونه کړي. هیچا په چاکې پړي نه دي اچولي چې مجبوره یې کړي چې د بدو حمایت او صفت وکړي.
د دنیا اکثره ملکونه بد ګاونډیان لري او د دنیا ډیر ملکونه د یو بل سره ستونځې هم لري، خو ولس او مشران یې کوښښ کوي چې د خپلو ګټو لپاره کار وکړي او پرې نه ږدي چې نور د دوی په برخلیک لوبې وکړي. که د یو هیواد وګړي هر څومره ضعیفه هم وي او په خپلو ملي ګټو ودریږي، نور هیوادونه ډیر څه نشي کولې.
یو هیواد د بل هیواد په هکله هغه وخت اسانه تصمیم نیسي یا نفوذ پیدا کوي چې ولس او مشران یې د نورو لخوا استعمال شي او ولس او مشران خپلو شخصي ګټو ته په ملي ګټو ترجیح ورکړي.
افغانستان یې ښه مثال دی که ټول ونه وایو خو اکثره مشرانو یې د خپل قدرت نیولو او ساتلو او هم ولس د محبوریت یا د فقر له وجهې د نورو اجنداوې تطبیق کړیدي.
راځم پورته پوښتنو ته. د افغانانو منځ کې شنې او سرې کرښې د شلمې پیړۍ ایډیالوژي ګانو د پان سوسیالیزم یا کمونیزم، پان اسلامیزم، پان نیشنلزم، پان امپریالیزم او نورو پانو واچولې. دا پانونه نور نشته خو زیات افغانان لا اوس هم فکر کوي چې دا پانونه شته او یا به بیا راژوندي شي. د دې پانونو موسیسین د دغه پانونو نه تیر شویدي خو افغانستان کې لا اوس هم د دغه پانونو اول نسل او اوس دویم نسل یې لا هم د خپلو پلرونو په نقش قدم روان دي. چا د یو او چا د بل د مړو او ژوندو ناکام مشرانو عکسونه په خپلو پروفایلونو لګولې دي. څوک یو ناکام مشر ته ملي مشر او ملي رهبر وایي او څوک بل ته.
د دې شنو او سرو کرښو روایتونه تیرو ناکامو مشرانو او اوس د هغوي وارثین تقویه کوي.
راځي دا ومنو چې زمونږ اکثریت مطلق مشران په تیرو څو لسزو او پیړیو کې ناکام مشران و. باید د مړو او ژوندیو ناکامو مشرانو عکسونه په خپلو پروفایلو ونه ولګوو.
کله چې زمونږ په فکرونو کې د اوس وخت د شرایطو په اساس تغیر رامنځته شو، نو بیا مونږ کولې شو چې په خپلو منځو کې د پانونو شنې او سرې کرښې له منځه یوسو، سره متحد شو، او د خود خواهې او انسان پرستې نه ملي پرستې میدان ته داخل شو.
په ټولو مجالسو، رسنیو، فیسبوک او ټویټر سپیسونو کې مړه یا ژوندي ناکام مشران ستایل کیږي او یا ورته د ملي مشر او ملي رهبر القاب استعمالیږي، نو دنیا هم وایي چې دا ملت تر اوسه په دې نه دې پوهیدلې او اوس هم د بدو او ناکامو مشرانو پیروي کوي، د دغه ملت نه څه نه جوړیږي.
همدا علت دې چې د ځینو هیوادونو مشران افغانانو ته قبایلي ټولنه وایي چې همیشه دوی په خپل منځو کې په جنګ کې اخته و او ځوان نسل یې هم د تیرو ناکامو مشرانو پیروان یا وارثین دي. د دوی نه څه نه جوړیږي.
د قبایلي ټولنې روایت هم افغانانو پخپله د یو بل په ضد استعمال کړیدی، نو نور به خامخا افغانانو ته دا القاب او نومونه استعمالوي.
زما په اند، هیڅوک نه غواړي چې په بد حالت کې و اوسیږي، خو هغه وخت د بد حالت نه وتلې شو چې په تیرو بدو ماضي حالت کې په فکري لحاظ ونه اوسیږو او دا تغیر په خپل فکر او ذهن کې پخپله رامنځته کړو.
دلته مشکل په نامه تعلیمیافته او باسواده قسرجوړ کړیدی چې په خپلو منځو کې په ماضي جنګونه او بحثونه کوي. عام ولس لپاره دا مسایل مهم نه دي ځکه هغوي ډوډۍ غواړي او په عملي شکل په خپل ژوند کې تغیر غواړي چې خپل اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ په اسانه پیدا کړي.
د عام ولس لپاره دا پانونه مهم نه دي ځکه په ټولو رژیمونو کې دوی دهقاني کوله یا یې لاس مزدوري. د دوی لپاره دا مهم نه دی چې د کمونیزم، اسلامیزم، امپریالیزم، نیشنلیزم او یا نورو پانونو ټیکه داران په ارګ کې ناست دي که بل څوک.
هو! عام ولس د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره که خپل بډوډي او لورګانې او ماشومان خرڅوي، که چا ورته لږ امکانات برابر کړل، نو هم خپل ورور وژني او هم خپل ملک ودانیو او سرکونو ته د بوشکو ماینونه ږدي. د دوی لپاره همدا جهاد دی چې د دې دنیا د غمونو نه سترګې پټې کړي.
که تقدیر د افغانانو حالت بدلولې، نو اوس به وخته بدل شوې وې، خو تقدیر یوازې په تدبیر بدلیدلې شي.
تر څو چې په نامه باسواده او تعلیمیافته افغانان د اوسنیو او تیرو ناکامو مشرانو ناکام روایتونه تقویه کوي، زما ګمان نشي چې افغانان خپلو ستونځو ته د حل لارې چارې پیدا کړي ځکه چې تعلیمایافته او باسواده نسل یې په غلطه روان دی.
د حل لار د روایتونو تغیر دی، بیا د واحد روایت امکان لري چې افغانان په شریکه سره کار وکړي.
نن مې د طالبانو د دفاع وزیر، ملا یعقوب خبرې اوریدلې که همدا خبرې دوی پخپله په خپلو منځو کې عملي کړي، په خپلو فکرونو کې تغیر راولي او نظام د ملت مالکیت وګڼي او ملت ته حق د بیان، ژوند، کار او سیاست ورکړي، ښه خبره ده. مشکل حل کیږي.
که دوی د تیر ناکام روایت لپاره چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست و، تقویه کوي بیا خو مشکل نه حل کیږي. مشکل په خبرو او عمل حل کیږي نه یوازې په خبرو.
خبرې د ماشومانو هم زده دي خو عمل بیا د مشرانو او حاکمانو کار دی. که عملي تغیر په ذهن او فکر کې د حاکم طالب چارواکو او د دوی سره د مخالفینو رامنځته نشي، بیا خبرې هیڅ معنی نه لري. نه به حاکم طالبان د خپل حاکمیت نه خوند واخلي، نه به د دنیا لخوا د یو مشروع حاکمیت په بڼه وپیژندل شي، او نه به یې مخالفین، د ما پورې یوازې د خبرو له لارې څه وکړې شې.
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
خبره سمه ده خو عمل کې ستونزه ده ځکه تیر شل کلن نظام کې چې بهرنۍ ځواکونه وو او نړیوال په رسمیت هم پیژنده د پاکستان او ایران په اړه آن د دولت لوړ پوړو چارواکو د پآکستان، ایران د افغانستان د کورنیو جګړو کې د ښکیلتیا په اړه نړیوال جنګي جرایمو ته شکایت ونشو کولای کچیری نړیوال زموږ شکایت ته درناوی نکوی نو موږ ولی د دوی قوانین ته احترام وکړو نو باید بایکات ورسره وکړو دا چې ددې ولس قاتلین تر ارګ پوری په سرو قالینو قدم ږدی نو بیا ولس پوهیږی چې همدا د ارګ مسولین زموږ په قتل کې شریک وو او شریک دی
نو ولس د چا تر شاه ودریږی چې مثبت تمام شي، ولس چې د هرچا تر شا دریدلی بیا په میدان کې قاتل ثابت شوی؟
ولی ؟ د ولس څخه د سپر استفاده ددې څخه خو دا ښه ده چې همدا چوپ پاتې شي
له کرزي صیب را نیولی تر غني پوری پدې ۲۰ کالو کې هیڅ هم ونشو آن تر دی چې د ډاکټر نجیب الله اصلي قاتل چې پنجابی وو ولس ته سم معرفي نشو ولی دومره ظلم ، په ۲۰ کالو کې موږ د داسې بند او فابریکي څښتنان نشو چې ګاونډیو د تولید استعمار څخه خلاص شو، ښه مې په یاد دې چې د کرزی صیب په وخت کې چې سیاسی لانجه پیدا شو نو دروازه د تورخم او بولدک یا جنوبی دروازي به بندی شوی نو اوړه ، وريجی او غوړی چې اولیه توکیی دی قیمت شول نو دلته به طلوع نیوز او آریانا نیوز کې خبرونو ته کش ورکړل شو چې لاره بنده ده د خوراکو اولیه توکیی به قیمت شي نو ولس به زاری شروع کړی چې کرزی صیب ورسره جوړ راشه
همدا سناریو ۱۳ کاله روانه وو کله چې غنی صیب راغی غوښتل یی تغیرات راولی مشترک ټیم (وحدت حکومت) عبدالله عبدالله ورسره متضاد وو ځکه پاکستان اساسی اجنت ورسره مخالفت شروع کړ نو همدا وو چې ۷ کاله نور هم په جنجال کې تیر شو
بل طرف به امریکا ، انګلیستان، ناټو او آیساف او نور هغه نظامیانو چې د امریکا او برتانیه تر حمایی لاندی په لرو پرتو سیمو کې مشت وو په ولس بمبار او قتل شروع کړل ، ولس به ارګ ته شکایت وکړ دومره څوک نه وو چې د ولس اوښکي پاکي کړی
آیا فکر کوی بی طرفه شخص به بل پیدا شي چې د ولس په ارادی حرکت وکړی ( دا چې لا تر اوسه پیدا نشو بیا هم نه پیدا کیږی) ځکه ددې ولس تیږه په قتل ایښودل شوي ځکه هر څوک چې غواړی قدرت تر لاسه کړی ګل آغا شیرزی خبره هغه باید وژل وکړی یا کړی وی