تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۲۹مه』په اسلام آباد کې له کورونو ایستل شوي افغان کډوال چې ښځې او نوي زېږېدلي ماشومانو هم پکې شته، په پارکونو کې له سرپناه پرته شپې تېروي.
دوی وايي، اسلام آباد کې د کورونو مالکانو د پاکستاني ادارو تر فشار وروسته ایستلي دي او اړ دي چې پارکونو کې شپې سبا کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه افغانان سرپناه، خواړه او روغتیایي خدمات نه لري.
ملګري ملتونه وايي، پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې وړاندې د ثبت شویو افغانانو ایستل پیل کړي، داسې ګام چې کېدای شي تر یو میلیونونو ډېر کسان اغېزمن کړي.
پاکستان څو اوونۍ وړاندې د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو د ایستلو موده د اګسټ تر پای تمدید کړې وه.
رويټرز وايي، د نوي زېږېدلو ماشومانو او میندو ترڅنګ یې، یو شمېر حامله مېرمنې هم پارکونو کې اوسېږي.
په دې ډله کې هغه افغانان هم شامل دي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له عالي کمېشنرۍ سره ثبت دي، څو د خوندیتوب لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول شي، خو وايي، UNHCR یې غږ نه دی اورېدلی.
پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم دا وضعیت نازک بللی او ویلي یې دي، چې هغه افغانان چې خپل استوګن ځای قانوني نه کړي د نیول کېدو، ایستلو او بې کورۍ ګواښ سره مخ دي.
هېواد ته له ایران او پاکستان د کډوالو ستنولو لړۍ د تېرو څو کلونو په پرتله بې سارې دي.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښي، چې له پاکستان سربېره ایران په تېرو څو میاشتو کې تر یو میلیون افغانان ایستلي دي.
لمړی مسئولیت د افغانی حکامو دی چي خپل رعیت له سپکاوی او ذلت نه وژغوری ولی دا د مشرانو سپکاوی او نا اهلی ثابتوی چي خپل نوامیس ساتلی نشی او نور وحشیانه او رذیلانه روش ورسره کوی ؛ خو دوی یواځې د خپل نیم فیصد انډیوالانو مسئولیت لری چي چاغ او په چارزنه فارم کی داخل شی ،نور ملت د بغارې وهی دا شو نظام د شیوخو .
خو د بلی خوا زموږ مسلمان ګاونډی حکام د اسلامی او انسانی مسئولیت نه تښتی او د ملل متحد او نورو ادارو نه تر څو شوکه نه وی کړی منافقانه بهانی او ارذلیت ته دوام ورکوی او دینی مسئولیت د دوی په قانون کی ځای نلری او د عثمانی خلافت وارثان بیا بی له میلیونر نه د مهاجر،فقیر او مسکین لاسنیوی ورته کسر شأن او حماقت ښکاری نو دا دی د آخوند ،آخوندزاده او د ترکتبارانو د لیډر د انسانیت او مسلمانی پوزیشن .
الله متعال د خپل بهترین بندګان د امت خادم حاکمان وګرځوی تر څو مسلمان له ذلت او تیری نه په امان او باعزته ژوند ولری ځکه سپک حکام ځان او ملتونه سپکوی او خپل ملت ورته ګمراه او مباح الدم ښکاری .
معلم د بشریت ص فرمایی:
من اصبح و لم یهتم بامورالمسلمین فلیس بمسلم .
حال دا چي زموږ د آخندزاده په نامه ویاند تر کفار او منافقینو زیات دروغ وایی او ټول حقوق د ملت سل په سلو کی دوی اداء کړی او د ملت په خدمت کی هیخ کمی نلری؛یوه منافقانه ادعا ده او بس.
حقیقت دی وویل محترمه. الله مو محافظت وکړه ـ