Homeخبرونهایران افغانستان او دوو نورو ګاونډیو هیوادونو ته د ریلګاډي په وسیله...

ایران افغانستان او دوو نورو ګاونډیو هیوادونو ته د ریلګاډي په وسیله د سپرلیو مستقیم تګ راتګ پیلوي

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) ایران اعلان کړی چې غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره درې نوي رېللارې پرانیزي، څو په سیمه کې تګ‌راتګ زیات شي.

د ایران د پریس ټي وي د راپور له مخې، د دغه هیواد د رېللارې ملي شرکت (RAJA) رئیس او د سړکونو او ښاري پراختیا مرستیال وزیر، جبارعلي ذاکري، د شنبې په ورځ ویلي چې دغه نوې رېللارې به ترکيې، افغانستان او ترکمنستان ته وغځېږي.

ذاکري ویلي، شرکت پلان لري چې له تهران څخه د ترکيې پلازمېنې انقرې ته په رېلګاډي کې د سپرلیو مستقیم تګ راتګ پیل کړي. دا نوې لاره به د تهران ـ وان د اوسنۍ رېللارې د پراخولو په معنا وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران او ترکيې چارواکي د دې لارې د مالي اړخونو، په ځانګړي ډول د ټکټونو د قیمتونو په اړه خبرې کوي، او تمه لري چې د راتلونکو دوو میاشتو په ترڅ کې دا سفرونه پیل شي.

ذاکري همداراز ویلي، بله نوې پروژه به له تهران او مشهد څخه د افغانستان د هرات ښار ترمنځ د مسافرو سفرونه رانغاړي، او دغه سفرونه به وروسته له دې ژر پیل شي چې ایران او افغانستان د تګ‌راتګ د اسنادو ستونزې حل کړي.

نوموړي ویلي، دغه پروژه به له ایرانه د افغانستان هرات ښار ته نژدې د “روزنک” تر سیمې پورې مستقیم سفر ته زمینه برابره کړي، او وروسته به چې ایراني قرارداديان د روزنک او هرات ترمنځ ۷۰ کیلومتره رېللاره بشپړه کړي، تر هرات ښار پورې وغځېږي.

ذاکري زیاته کړې چې د ایران د رېللارو ملي شرکت پلان لري له مشهده د ترکمنستان مرو ښار ته هم د مسافرو لپاره رېللاره فعاله کړي.

د ذاکري په وینا، دغه رېللاره به له منځنۍ آسیا سره د ایران اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي، ځکه دا به ایرانیو مسافرو ته تر ازبکستان او تاجکستان پورې هم اسانه لاسرسی برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...