جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې اقلمي بدلون په خبرو کې...

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې اقلمي بدلون په خبرو کې د ګډون غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د دوشنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې افغانستان دې د ملګرو ملتونو د اقلیم په نړیوالو خبرو اترو کې شامل شي، ځکه چې سخت اقلیمي شرایط او د اوبو کمښت د افغانانو پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کړی دی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر مطيع الحق خالص، وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د چاپېریالي پروژو ځنډېدا افغانانو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

 نوموړي څرګنده کړه چې غواړي افغانستان د سږکال د اقلمي بدلون په دېرشم نړیوال کنفرانس کې، چې په برازیل کې جوړیږي، برخه ولري.

خالص وویل: «افغانستان له اقلیمي بدلون څخه سخت متأثر شوی دی. وچکالي، د اوبو کمښت، د کرنیزو ځمکو کموالی، ناڅاپي سېلونه، او د خوراکي خوندیتوب ګواښونه د خلکو پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کوي.»

هغه زیاته کړه:

«که څه هم افغانستان په نړیوال اقلیمي بدلون کې نژدې هېڅ رول نه لري، خو له عواقبو یې سخت تاواني شوی دی. د اقلیمي بدلون د یوه قرباني په توګه، افغانستان حق لري چې په نړیوالو فورمونو، په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلون په دېرشم نړیوال کنفرانس کې، حضور ولري ترڅو د هغو زیانونو غږ پورته کړي چې زغملی یې دي.»

تېر کال د طالبانو یو پلاوی د آذربایجان په باکو کې د اقلیمي بدلون د نهه ویشتم نړیوال کنفرانس په غونډو کې د څارونکو په توګه ګډون کړی و، خو دوی رسمي ګډونوال نه وو.

د اقلمي بدلون د ۲۰۲۳ کال کنفرانس ته هم افغانستان له دې کبله نه و بلل شوی چې د طالبانو حکومت په نړیواله کچه په رسمیت نه پېژندل کېږي.

په یاد کنفرانس کې، چې په دوبۍ کې جوړ شو، له اقلمي بدلونه اغېزمنو هیوادونو ته میلیاردونه ډالر مرسته ځانګړې شوه خو افغانستان ورڅخه بې برخې پاته شو.

د روانې میاشتې په پیل کې، ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړ چې پکې ویل شوي وو، د جون میاشتې په اوږدو کې په افغانستان کې بارانونه له عادي کچې کم او تودوخه تر عادي کچې لوړه وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په راپور کې راغلي، چې د مې میاشتې تر پایه د خاورې رطوبت په شدید ډول کم شوی، او دې چارې د للمي غنمو په حاصل او تولید باندې منفي اغېز کړی دی.

«د مانسون اوسنی موسم د معمول په پرتله ژر پیل شوی — د جون یا جولای پر ځای د مې له میاشتې پیل شوی — او دا د تېرو کلونو په پرتله ډېر شدید دی. وړاندوینې ښيي چې په ډېرو سیمو کې به تر اوسط زیات بارانونه وشي.»

تېر کال د نوومبر په میاشت کې، په باکو کې، خالص اسوشیېتید پرېس خبري آژانس ته ویلي و چې چارواکو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره ملي کاري پلانونه تیار کړي دي او د هېواد د اقلیمي هدفونو د نوي کولو هڅې کوي.

هغه ویلي و چې افغانستان د باد او لمریزې برېښنا لپاره ستر پوتنسیال لري، خو په دې برخه کې د پرمختګ لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب