پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

لیکوال: محمد محق

د دیني مفکورې ځانګړتیاوې

د دیني مفکورې ځانګړتیاوو ته پام ځکه مهم دی چې کولای شي موږ ته دا توان راکړي چې دیني فکر له دینه بېل کړو او ویې پېژنو. په حقیقت کې یو له هغو تېروتنو چې په اسلامي – دیني ټولنو کې ډېرې باب شوې دي، د دین او دیني مفکورې تر منځ التباس دی.

دیني مفکوره د متدینانو له ذهن او ضمیره راټوکېدلې او د دوی له پوهې او مفکورې راڅڅېدلې ده، حال دا چې دین سره له دې چې د انسانانو په عالم کې څرګندېږي خو په خپل ذات کې ماورايي (د بل عالم) دی. خو دیني مفکوره بیا ماواريي منشأ نه لري او سره له دې چې د موضوع په لحاظ کېدای شي په میتافیزیکي چارو او غیبي او غیر متعارفو قضیو پورې وتړل شي خو د پیدایښت په لحاظ په پورتني عالم پورې نه ده تړلې. ځینې متدینان باور لري چې د دیني مفکورې ځینې برخې هم لکه الهام او مکاشفه ماورايي منشأ لري او ګومان کوي چې د اعتبار په لحاظ تر نورو علومو او فکري قضیو برې دي. خو په حقیقت کې دا باور پر قوي دلیلونو نه دی بنا شوی او سره له دې چې الهام منل شوې چاره ده او کولای شو په معرفتي مبحثونو کې ورته ځای ورکړو خو معمولاً که چا ته الهام هم وشي نو فردي مسأله به وي او  د علمي تیوریو په څېر ورسره چلند نه شو کولای. دې مبحث ته ورننوتل به مو له اصلي موضوع لرې کړي او باید جلا وڅېړل شي خو دلته به همدا اشاره بس او البته لازمه وي چې الهامونه او خوبونه او هر هغه علم چې په دې غیرمتعارفو لارو تر لاسه کېږي، د هغوی اعتبار په ډېرو دقیقو او باریکو شرایطو پورې تړلی وي او هېڅکله به د علمي محصولاتو ځای ونه نیسي او خلک به له متعارفو علومو بې نیازه نه کړي. دا به لویه تېروتنه وي چې په عمومي ډګر کې داسې چارو ته لاره خلاصه شي او فرضاً د خوب یا د الهام یا مکاشفې د ادعا پر اساس دې د جنګ فتوا یا بل داسې حکم صادر شي چې د نورو انسانانو برخلیک ورپورې غوټه وي. که دا چارې اعتبار هم ولري، یوازې پخپله هماغه شخص ته به اعتبار ولري او بس.

د بني ادمانو ذهن او ضمیر چې د دیني مفکورې د پیدایښت منشأ ده، له تېروتنې پاک نه دی او یوازې په دې خاطر چې د دین په اړه فکر کوي، له عیب، نیمګړتیا او ښویېدا خلاص نه شي ګڼل کېدای. تفکر پخپله انساني عمل دی نو د نورو انساني عملونو په شان دا هم خپل عیبونه او نیمګړتیاوې لري.

خبره دا نه ده چې دیني مفکوره په دې خاطر چې د انسان له ذهن او ضمیره راټوکېدلې ده نو خامخا به صواب او یا قطعاً خطا وي. د انساني مفکورو صواب او خطا په نورو شرایطو پورې تړلي وي او باید په علمي معیارونو وسنجول شي. د یوې مفکورې دیني والی یوازې په دې دلیل چې دیني مفکوره ده، د هغې پر اعتبار یا بې اعتبارۍ تاثیر نه لري. یوه عامه تېروتنه چې د ځینو روښانفکرانو په منځ کې شایع ده دا ده چې دیني مفکوره علمي (علم په خاصه مانا) نه ده نو هېڅ اعتبار نه لري او ګواکې غیرعقلاني او خرافه ده. د مفکورې دیني والی نه یې اعتبار زیاتوي نه یې کموي، بلکې هغه په نورو برخو کې د انسان له ذهنه له راټوکېدلیو تیوریو سره یو شان کوي. نن سبا د هرې تیورۍ د اثبات یا ابطال لپاره ځانګړي میتودونه او ګڼې علمې لارې چارې شته چې په دې برخه کې له څېړونکو سره مرسته کوي.

د دیني مفکورې بله ځانګړنه دا ده چې د خاصو تاریخي – اجتماعي شرایطو محصول ده او په واقعیت کې د هماغه شرایطو په ځواب کې رامنځته شوې ده. د اکثرو دیندارو عالمانو په نظر، دین سره له دې چې رنګ او بڼه به یې د تاریخي شرایطو نښې نښانې لري خو جوهر یې تر تاریخ ورهاخوا او پورته دی. خو دیني مفکوره بیا داسې نه ده او کاملاً تاریخي محصول دی او هېڅ داسې عنصر په کې نشته چې تر تاریخ ورهاخوا (فراتاریخي) وي.

کله چې وایو تاریخي محصول، مانا یې دا نه ده چې د خلوص تمه دې ځنې ونه لرو. د هرې فرقې او هر مذهب دیني مفکوره که له دې نظره وسنجول شي، وبه لیدل شي چې د خپل پیدایښت په تاریخ کې تر کومه اندازه د ځانګړو سیاسي – اجتماعي شرایطو تر اغېزې لاندې راغلې ده. دیني مفکوره د ورځنیو شرایطو عکس العمل دی په تېره بیا هله چې خاص کړکېچونه رامنځته شوي او خلک یې اړ ایستلي دي چې د وتلو لاره ومومي.

د سیاسي قدرت دستګاوې، مسلط فرهنګي بحثونه او ځواکمنې ایډیالوژي ګانې د دینې مفکورې پر بڼه او جوړښت خپل خپل اغېز لري. البته په هره مذهبي ډله او بهیر کې د دې شي د ریښو معلومول تخصصي کار دی چې یوازې په علمي لارو چارو او وسیلو یې کولای شو. خو په هر حال، که دا ومومو چې د دیني مفکورې هره برخه یا څانګه د کوم تاریخي واقعیت په غبرګون کې رامنځته شوې ده، په اسانۍ سره یې په وجودي فلسفې پوهېدای شو. همدارنګه په لا اسانۍ سره کولای شو دا وارزوو چې د هغې تاریخي دورې تر تېرېدو وروسته، نن هم دا مفکوره په کار راځي که نه. مانا دا چې د هغو دعواوو ډېره برخه چې د مذهبي فرقو تر منځ روانې دي، هغو تاریخي شرایطو ته ارجاع شي چې دا دعوې په کې راټوکېدلې دي نو د حل لپاره به یې لا عقلاني  لارې چارې پیدا شي. د شیعه او سني، صوفي او سلفي، معتزلي او اهل حدیث او نورو تر منځ دعوې، د اولیه تاریخي شرایطو په تحلیل سره او دې نتیجې ته په رسېدو سره چې دغه دعوې په هماغه خاصه زمینه کې مانا لرله، هم د پوهېدا وړ ګرځي او هم د حل کېدو وړ.

ننني نسلونه کولای شي وپوښتي چې هغه څه چې په نورو او په کاملاً متفاوتو تاریخي شرایطو کې پېښ شوي دي، له موږ او زموږ له اوسنیو اړتیاوو سره څه تړاو لري او زموږ د نن ورځې کومه ستونزه ورباندې حل کېدای شي. د دغو دعوو اور ته لمن وهل به زموږ اوسنی وضعیت ښه کړي که به یې لا کړکېچن کړي.

د دیني مفکورې درېیمه ځانګړنه د هغې تکاملي بهیر دی. څرنګه چې ټول علوم له خاصې نقطې څخه پيل شوي او ورو ورو یې د تکامل لاره وهلې ده، دیني مفکوره هم هماغسې ده. هېڅ دیني – فکري منظومه نشته چې له پیله دې د نه تجزیه کېدونکي کُل او د یوې کاملاً منظمې دستګاه په حیث رامنځته شوې وي. د هر دیني مذهب د تاریخي بهیر مطالعه راښيي چې د ډېرو نورو طبیعي پدیدو په شان لومړی په کې د یوه فکر نطفه زرغونه شوې او موده وروسته یې د زېږېدو وخت رارسېدلی، بیا یې ورو ورو د ماشومتوب پړاو تېر شوی، غښتلی شوی، غوړېدلی، او وروسته ځای پر ځای درېدلی او وروسته یې پیروانو جسد پر اوږو کړی دی. غالباً هرې دیني – فکري منظومې ته هله د راټوکېدو فرصت پیدا شوی چې پخوانۍ منظومې د زماني – مکاني شرایطو د پوښتنو په ځوابولو کې پاتې راغلې او د نوې خبرې د کولو وس یې نه دی لرلی.

د دیني مفکورې د تکاملي توب یو دلیل دا دی چې ډېرې قضیې په کې له نورو (غیردیني) علومو په تعامل کې رامنځته شوې ده. نورو علومو د وخت په تېرېدو سره څانګورې شوې دي او په کمي او کیفي لحاظ غوړېدلي دي. دیني مفکوره هر وخت له غیردیني علومو تغذیه شوې ده. تفسیر، فقه، کلام، حدیث، عرفان او نور علوم تل په یوه نه یوه بڼه د خپل وخت د علومو تر اغېزې لاندې پاتې شوي دي. په دغو علومو کې هر بدلون ژر یا په ځنډ سره پر دیني علومو اغېز ښندلی دی.

د دیني مفکورې تکاملي بهیر ته کتنه، نننیو متدینانو ته دا جرأت ورکوي چې هغوی هم د دیني مفکورې په ننني تکامل کې ونډه واخلي او د مکرراتو له تکراره چې نن سبا په ډېرو مدرسو او د دیني علومو په حوزو کې روان دی، یو ګام مخته لاړ شي.

که هغه عاملونه سم مطالعه شي چې د دیني مفکورې پر تکامل اغېز ښندي، دا لاره به خلاصه شي چې د دیني مفکورې د خړوبولو لپاره لا زیات علوم وکارول شي او د خلکو د عملي یا فکري ستونزو په هوارولو کې یې وړتیا لازیاته شي.

که د دینې مفکورې ځانګړنې هماغسې چې یادې شوې، سره څنګ په څنګ کې کېښودل شي، یوې لویې نتیجې ته به ورسېږو او هغه دا چې د دین برعکس، دیني مفکوره انساني – تاریخي – غیرقدسي محصول دی چې د تېروتنې احتمال په کې شته او د اعتبار د دورې تېرېدل یې عقلاً او نقلاً مطرح دي.

غیرقدسي او محتملاً په تېروتنو لړې مفکورې د انسانانو د نورو فکري تولیداتو په څېر په تېره بیا په هغو ټولنو کې چې مذهبي باورونه پرې حاکم دي، استعمالېدای شي. په داسې ټولنو کې به معمولاً هر تحول او اصلاح په یو ډول نه یو ډول له دین او دیني مفکورې سره تړاو ولري. خو که یادې شوې ځانګړنې هېرې شي، د دیني مفکورې او پخپله دین تر منځ پوله به ړنګه شي او بیا د دې پر ځای چې دیني مفکورې ته په انتقادي نظر وکتل شي، پر ذهنونو تصلب او ډبروزمي واکمنېږي او د بیا کتنې او نویو فکرونو مخه نیسي. بیا به ټولنیز جوړښتونه د هر ډول اصلاح او بدلون پر وړاندې مقاومت کوي. وګړي به د قدسیت له وېرې ګڼو دودونو او ټولنیزو عرفونو ته په فوق العاده اعتبار قایلېږي او ان د بدلون او تحول په اړه فکر کول به ناممکن شي.

هغه ټولنې چې له تحجر سره مخ کېږي، په دې توهم اخته وي چې ګواکې خپل اصالت ساتي او له بهرنیو بدلونونو نه متاثرېږي خو په واقعیت کې په داسې عجیب او پردي ټاپو بدلېږي چې په نړېوال کلي کې به هېڅ ځای نه مومي.

خو مخکې تر دې چې دا ستونزه راوسپړو، باید هغو لومړنیو ورځو شپو ته سر ښکاره کړو چې دیني مفکوره په کې رامنځته شوه او اصطلاحاً د سلف عصر بلل کېږي ځکه چې د ډېرو مسلمانانو په ذهن کې د هاغه مهال تصویر یو شان نه دی او دا د ډېرو مقولو پر فهم اغېزه لري. په دې بل مبحث کې به دا موضوع وڅېړو.

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...