د دیني مفکورې د راپيدا کېدو بهیر
دیني مفکوره د متدینانو د فکري یا عملي اړتیاوو په نتیجه کې راپیدا شوې ده. دوی د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دین د لومړۍ درجې منابعو ته مراجعه کوي. تر هغې پورې چې متدینانو له خاصو ستونزو سره مخ نه شي، خاصې پوښتنې هم نه راولاړېږي نو خاص ځوابونه هم نه غواړي.
خو د متدینانو ټولنه، د هرې بلې انساني ټولنې په څېر تل له ستونزو سره مخ وي ځکه چې د ژوند بدلونونه او هغه شخړې چې د انسانانو تر منځ راټوکېږي، نوې غوښتنې او نوې معضلې رازېږوي چې لزوماً مشخصې حل لارې غواړي.
دغه اړتیاوې که فردي وي لکه په عبادتونو او په کورنیو قضیو پورې تړلې چارې، که ټولیزې وي لکه سیاسي او اقتصادي قضیې او که فکري اړتیاوې وي لکه علمي مبحثونه چې هر وخت له ډېرو پوښتنو او ابهامونو سره مله وي، متدینان اړ باسي چې د حل لارې د موندلو لپاره دین ته مراجعه وکړي. په تېرو وختونو کې چې علومو کافي وده نه وه کړې، ډېرو متدینانو به د هرې چارې په خاطر دین ته مراجعه کوله او غالباً له دینه د توقعاتو پوله په علمي ډول سره نه وه ارزول شوې.
نن سبا چې ځینې ټولنیزې او ان فردي ستونزې د نورو علومو لکه طب، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، سیاسي علوم، حقوق، مدیریت، زراعت، صنعت، انجینیري او نورو په مرسته حل کېدای شي نو له دینه د توقعاتو پوله هم، لا جوته شوې ده.
خو پخوا داسې نه وو او ډېرو متدینانو به همدا چې له هرې ستونزې سره مخ شول، سم له لاسه به یې دین ته مخه کوله چې ژر او په اسانۍ سره ځواب واوري او حل لاره ومومي. تر ټولو څرګنده بېلګه یې په صدر اسلام کې د «حکمیت» موضوع ده چې له څلورم راشد خلیفه سره د شخړې او جګړې لپاره سند شوه.
تاریخي مطالعې ښيي چې هاغه مهال د اختلاف او شخړې اصلي دلیل دا و چې د اسلامي فتوحاتو په وجه د قواوو توازن له منځه تللی و او د عربو قبیلو تر منځ ځینې ځنډنې او څو سوه کاله پخوانۍ سیالۍ په کې بیا په نوې بڼه رابرسېره شوې وې.
کېدای شو د دې ستونزې په اړه په عقلاني لارو چارو بحثونه او خبرې اترې شوې وای او یوه چاره ورته پیدا شوې وای خو دا چې د مسلمانانو تجربه اومه وه او داسې بنسټونه نه وو چې داسې چارې سمبال کړي نو دا قضیه شدیداً ساده کړای شوه او دین ته راجع شوه. دې سره ادعا وشوه چې د هرې ستونزې د حل لپاره باید د دین لمن ونیول شي.
دا ستونزه اساساً دیني نه وه، بلکې سیاسي – ټولنیزه ستونزه وه چې د سیاسي قدرت په ترکیب کې د هرې قبیلې له برخې او له اقتصادي منابعو څخه د دوی له ونډې څخه رازېږېدلې وه او د حل غوره لاره یې، بې له دې چې د مقدساتو پښه په کې رادننه شي، بې پردې او مخامخ عقلاني خبرې اترې وې. دې ستونزې ته په دې نیت دیني رنګ ورکړل شو چې خبره اسانه کړي خو عملاً یې ستونزه لا پېچلې کړه ځکه چې د فیزیک او میتافیزیک د پولو سره ګډول، قضیه لا پېچلې کوي.
همدا وجه وه چې په کم وخت کې د متدینانو تر منځ لوی درز پیدا شو او د خوراجو فرقې په اعتقادي لحاظ خپله لاره له نورو مسلمانانو بېله کړه او د وخت په تېرېدو سره نورې فرقې هم راوزېږېدې او د مسلمانانو تر منځ لا ژور درزونه پيدا شول چې شدیدې شخړې ورپورې غوټه وې.
دغه مشهوره بېلګه راښيي چې خلک څرنګه د خپلو فردي یا ټولیزو ستونزو د حل لپاره دین ته مراجعه کوي خو دا چې دین د هرې نوې راټوکېدلې موضوع لپاره وار له مخې صادر شوي حکمونه نه لري نو اجتهاد ته لاره پرانیستل کېږي چې د هماغه موضوع په اړه د دین حکم ولټوي.
دا ډول هڅې هماغه بهیر دی چې نتیجه یې د دیني مفکورې پیدا کېدل دي.
خو ټوله قضیه دومره اسانه نه ده. کله چې خلک غواړي د خپلو ستونزو حل د دین په لومړۍ درجه منابعو کې ولټوي، دا هڅه یې له څو نورو ستونزو سره مله وي چې کله کله پرې خبر وي خو غالباً نه وي خبر.
یوه ستونزه دا ده چې پخپله خلک له متفاوتو او احیاناً متضادو توقعاتو سره د دین لومړۍ درجې منابعو ته مراجعه کوي او هغه ځواب چې دوی یې غواړي د همدغو توقعاتو او تمایلاتو په نتیجه کې ورته پیدا کېږي. دا چې متدینان بشري موجودات دي نو د اړتیاوو، غوښتنو، هوسونو او … له پېچلي ترکیب سره یې سر و کار دی او دین ته یې مراجعه هم د همدې پېچلي ترکیب زېږنده وي. په همدې وجه هر څوک داسې ځواب مومي چې د ده له حال، اړتیا او غوښتنې سره مناسب وي او له هغو ځوابونو سره کار نه لري چې د ده له وضعیت سره تړاو نه لري. هغه ځوابونه او حل لارې چې د اجتهاد تر هڅو وروسته ځینو متدینانو ته پیدا کېږي، غالباً له هغو ځوابونو سره متفاوت او ښايي متناقض وي چې ځینو نورو متدینانو ته پیدا شوي دي.
دویمه ستونزه دا ده چې ټولنیز شرایط هم هماغسې او لا زیات پېچلي دي. څنګه چې انسانان د اړتیاوو او غوښتنو رنګارنګ او پېچلی ترکیب لري، هماغسې انساني ټولنه هم د بېلابېلو مناسباتو په لرلو سره لا شدید ترکیب لري چې اجازه نه ورکوي حق او باطل، خیر او شر، ګټه او تاوان په اسانۍ سره ټولو ته یو شان ښکاره شي.
د ټولنیزو شرایطو پېچلتیا کله کله تر دې حده وي چې ان د قوم تر ټولو لوی عالمان او عقلمندان هم د ښه او بد او حق او باطل په تفکیک کې پاتې راځي او په قطعي او نه ردېدونکې بڼه نه شي ویلی چې د خیر او شر تر منځ پوله کومه ده.
کله چې وګړي د داسې پېچلي شرایطو د فشار په وجه دیني متن ته مراجعه کوي، په اول سر کې تمه لري چې ژر به له حیرانتیا او لالهاندۍ خلاص شي او د دین په مرسته به څرګنده حل لاره ومومي خو په عمل کې د هماغه پېچلتیاوو په وجه، څرګند او بې ابهامه ځواب نه مومي. دوی ظاهراً دین ته مراجعه کړې ده چې له دینه خپل ځواب ومومي خو په حقیقت کې تللي دي چې د خپلې خوښې وړ ځواب د دین په خوله کې کېږدي او خپلې غوښتنې په دین باندې تایید کړي.
درېیمه معضله چې هماغومره اهمیت لري، دا ده چې د دین د لومړۍ درجې متنونه تأویل منلی شي. دا چې دیني متن د بشر په ژبه عرضه شوی دی نو د ژبې له کږنو نه شي خلاصېدای. د بشر ژبه نیمګړتیاوې لري او د وینا وال د مقصود په رسولو کې بریالۍ نه وي. مانا دا چې ژبه هغه ظرف دی چې د مانا د رسولو حد اقل وړتیاوې لري ځکه چې د لفظ او مانا نړۍ ماهیتاً سره متفاوتې دي.
ډېرې ماناګانې دي چې ویناوال یې نه شي کولای د الفاظو په قالب کې بیان کړي. څومره چې مانا نازکه او لطیفه وي، هماغومره د الفاظو په قالب کې په سختۍ سره ځایېږي. لفظ کولای شي د مانا هغه برسېرنه برخه او ځینې بُعدونه یې راونغاړي او هماغه مخاطب ته ولېږدوي خو هېڅ ضمانت یې نشته چې د مانايي منظومې ټول پوړونه راونغاړي.
خو خلک یوازې د شارع له خوا له صادر شوي لفظ سره سر و کار لري او تر دې ورهاخوا هېڅ لاره نشته. هېڅوک داسې لاره نه لري چې ورباندې د دیني متن د ویناوال باطني عالم ته ځان ورسوي او ټول مقصود یې بشپړ او په کمال سره درک کړي. له لفظونو سره تعامل هغه یوازینی کار دی چې په دې برخه کې ممکن دی.
دا چې لفظونه په ذاتي ډول نیمګړتیاوې لرې او مخاطب ته ابهامونه پیدا کوي، نو د توجیه او تأویل لپاره زمینه برابروي.
د اسلام په تاریخ کې ډېرې هڅې شوې دي چې له لفظونو سره تعامل ته قانوني چوکاټ جوړ شي او د تفسیر او تأویل د ګډوډیو مخه ونیول شي. د دې کار لپاره ځینې علوم لکه نحو، بلاغت او د فقهې د اصولو او د کلام ځینې برخې رامنځته شوي دي. دغه هڅې چې په علمي او منضبط ډول تر سره شوې دي، په خپل ذات کې اززښتناکې دي او پر اسلامي تمدن یې ښکاره اغېزه ښندلې ده. خو دا په دې مانا نه ده چې ګواکې هغه ستونزې به لرې شوې وي چې د لفظونو د نه وړتیا په وجه راولاړېږي، یا د توجیهاتو او تأویلاتو ور دې تړل شوی وي، او د دیني مفکورې له ډګره دې د ابهامونو کډه بار شوی وي.
د لفظ معضلې د هغه په ذاتیاتو پورې تړلې دي او تر هغې پورې چې بشر له لفظونو او عبارتونو سره سر و کار لري، دا ستونزه به پاتې وي او دا تمه چې یوه ورځ به دا وضعیت بدلېږي، بې اساسه خیال دی.
نو، دیني مفکوره د پیدایښت په لاره کې له دې ستونزو سره لاس او ګرېوان پاتې شوې ده. که د موضوع تفصیلاتو ته ورشو نو له لا نورو څانګو سره به یې مخ شو.
دې بهیر ته په پام سره به متوجه شو چې دیني مفکوره له څرنګه ناهوارې لارې تېرېږي او کمزورۍ یې څه ډول دي.