تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) د ایران رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې یوه افغان ښځه او درې واړه ماشومان یې د تهران په جنوبي سیمه کې وژل شوي دي. پولیسو دا پېښه “وحشتناکه” او پېچلې بللې ده.
دا پېښه د تهران په لمنه کې د “مرتضیگرد” په سیمه کې شوې. یوه ګاونډی د جمعې په ورځ پولیسو ته خبر ورکړی و، چې څو ورځې یې د کورنۍ غړي نه دي لیدلي او له اپارتمان څخه بد بوی راځي، چې د یوې ستونزې احتمال یې راپورته کړ.
پولیس چې کور ته ننوتل بوږنوونکې صحنه یې ولیده؛ د ۲۵ کلنې ښځې په وینو لت پت جسد یې د خوب په کوټه کې وموند، او د هغې درې ماشومان ـ دوه، درې، او پنځه کلن ـ د ناستې په کوټه کې مړه پراته وو. د عدلي طب لومړني معلومات ښيي چې مور په چړو وژل شوې، او د ماشومانو تربته کړل شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي، دا ښځه له خپل خاوند سره اوسېده، چې عمر یې شاوخوا ۷۰ کاله ښودل شوی. پلټونکي باور لري چې دغه سړی تر پېښې مخکې بېرته افغانستان ته تللی. دا لا نه ده روښانه چې هغه د ایراني چارواکو له لوري شړل شوی، که په خپله خوښه تللی دی.
پولیسو د دې “وحشتناکې وژنې” پلټنه پیل کړې، خو تر اوسه هیڅ شکمن کس نه دی معرفي شوی، او د پېښې انګیزه هم لا نامعلومه ده.
په ایران کې له افغان کډوالو سره د خلکو او پولیسو د ناوړه چلند ترڅنګ دې پېښې د کډوالو خواشیني نوره هم زیاته کړې ده.
ایراني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې په قتلونو کې تورن کسان یا کس به افغان که ایرانی وي.