تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د خلیج عربي هېوادونو ته د سفر لپاره د یوه نوي ډول سیاحتي ویزې صدور به ډېر ژر دا سفرونه اسانه کړي.
د عربي خلیج د همکارۍ شورا (GCC) د ګډې ویزې طرحه په ۲۰۲۳ کال کې تصویب شوې وه. دا ویزه به ګرځندویانو ته دا اسانتیا برابره کړي چې بحرین، کوېت، عمان، قطر، سعودي عربستان، او د متحده عربي اماراتو ترمنځ په ازاده توګه سفر وکړي.
د دې نوې ویزې هدف دا دی چې د خلیج د همکاریو شورا غړو هېوادونو ته د ګرځندوی سفرونه اسانه او منظم کړي. برسېره پر دې، دا ګډه ویزه به ګرځندویانو ته دا فرصت ورکړي چې په یوه سفر کې څو هېوادونه وګوري.
اوسمهال، سیلانیان اړ دي چې د هر خلیجي هېواد لپاره جلا ویزه ترلاسه کړي، خو د دې نوې ویزې له تطبیق سره به دا ستونزه حل شي.
د دې طرحې له پلي کېدو وروسته به، بهرني اتباع کولی شي چې د ویزې د غوښتنلیک ورکولو پر مهال مشخصه کړي چې آیا یوازې د یوه هېواد لپاره ویزه غواړي، که د خلیج شورا ټولو غړو هېوادونو لپاره ګډه ویزه غواړي. تمه ده چې د دې ګډې ویزې د اسانه کولو لپاره به یو ګډه انلاین سیستم هم جوړ شي، چې له لارې به یې د ټولو اړوندو هېوادونو د ویزو غوښتنلیکونه پروسس شي.
د خلیج شورا غړو هېوادونو د ګډې ویزې شرط دا دی، چې د سفر موخه باید سیاحت یا د کورنۍ او دوستانو لیدنه وي، او د اقامت موده هم باید لنډمهاله وي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا ویزه به د څو ورځو لپاره اعتبار ولري، خو تمه کېږي چې د اعتبار موده یې له ۳۰ تر ۹۰ ورځو پورې وي. همداراز، د دې ګډې ویزې د فیس اندازه هم تر اوسه نه ده اعلان شوې.