جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeسپورت‏د آسیا جام لوبو مهالوېش اعلان شو

‏د آسیا جام لوبو مهالوېش اعلان شو

تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۵مه』د ۲۰۲۵ میلادي کال آسیا جام لوبو مهالوېش اعلان شو.

دغه لوبې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره کېږي.

په یادو لوبو کې د افغانستان په ګډون ۸ لوبډلې ګډون لري چې، لوبې یې په ۲۰ اوریزه بڼه ترسره کېږي.

دغه لوبې د روان کال سپټمبر میاشتې پر نهمه پیل او د همدې میاشتي تر ۲۸مې نېټې دوام کوي.

په یادو سیالیو کي به افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر نهمه له هانګ کانګ، دوهمه د همدې میاشتې پر ۱۶مه له بنګله دېش او د ګروپ وروستۍ لوبه به د همدې میاشتې پر ۱۸مه له سریلانکا سره ترسره کړي.

دغو لوبو لپاره تر اوسه افغان لوبډله نه ده اعلان شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب