جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونه وایي، افغان کډوالو لپاره د مالي مرستو هڅې ګړندۍ شوي

ملګري ملتونه وایي، افغان کډوالو لپاره د مالي مرستو هڅې ګړندۍ شوي

تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۵مه』افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ استازي عرفات جمال د طالبانو د کډوالو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې خبر ورکړی، چې ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره د اړتیا وړ مالي سرچېنو د جلب په موخه هڅې ګړندۍ کړې دي.

عرفات جمال ویلي، ایراني چارواکو د افغان کډوالو په تړاو د درې اړخیزې تخنیکي ناستې لپاره چمتووالی ښودلی او ژر به یاده ناسته کابل کې جوړه شي.

دا درې اړخیزه ناسته د افغانستان، ایران او د یو این ایچ سي ار د استازو ترمنځ جوړیږي.

نوموړي زیاته کړې، دغې تخنیکي ناسته کې به ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو مفصل بحثونه وشي او مثبتې پایلې ته به ورسیږي.

عرفات زیاته کړه چې نږدې وخت کې به قطر کې د افغانستان په ګډون له نړیوالو مرستندویه ادارو سره د مالي امکاناتو ترلاسه کولو لپاره د څو اړخیزې ناستې د رابللو خبر هم ورکړی.

په ورته مهال د طالبانو د کډوالو وزیر هم د بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه درې اړخیزه ناسته مهمه یاده کړې او ویلي یې دي، چې دوی له وړاندې یادې ناستې ته چمتووالی نیولی دی.

دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې د طالبانو د کډوالو چارو د کمیسیون ویاند احمدالله وثیق وايي، چې یوازې په تېره میاشت کې له ایرانه له ۷۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال په زور را ایستل شوي دي.

نوموړی وایي، له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند اندېښمنوونکی دی، او ټینګار یې کړی چې دا بهیر باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره په همغږۍ ترسره شي. وثیق له نړیوالو مرستندویو ادارو هم غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره دې د راستانه شویو کډوالو د مرستې په برخه کې خپله ونډه زیاته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب