تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۵مه』یرانۍ رسنۍ وايي، د تهران په مرتضی ګرد سیمه کې له یوه کوره د یوې افغانې مېرمنې او د هغې د درې ماشومانو مړي موندل شوي دي.
ایراني رسنۍ زیاتوپ، چې ایراني پولیس له دغه کوره د سخت بوی له امله خبر شوي چې له پلټنونو وروسته معلومه شوې، چې یوه ۲۵ کلنه افغانه مېرمن او د هغې درې ماشومان ۱۰ ورځې وړاندې په مرموز ډول وژل شوي دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې د دغې افغان مېرمنې مېړه له پېښې وړاندې افغانستان ته تللی و، خو د هغه د اخراج یا په خپله خوښه د تګ په اړه جزییات نشته دي.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې او نه یې په تړاو څوک نیول شوي دي.
ایراني پولیس وايي، جسدونه یې عدلي طب ته لېږلي، څو وروستۍ څېړنې وکړي.
په ایران کې د افغانانو مرموزې وژنې، اعدامونه او سختې شکنجې له کلونو راهیسې دوام لري.
تېره جون میاشت کې هم د کبری رضايي په نامه یوه افغانه کډواله لومړی نادرکه او بیا یې په یوه دښته کې جسد وموندل شو.
د دغې افغانې کډوالۍ د وژلو په تور یو ایرانی نیول شوی و، چې د محاکمې په تړاو یې بیا جزییات نه دي خپاره شوي.
د بشر حقونو مدافعین وايي، ایران نه یوازې دغلته د افغانانو بشري، انساني او نړیوال اصول تر پښتو لاندې کړي، بلکې په سختې بې رحمۍ یې د افغان کډوالو اخراج لړۍ هم روانه کړې ده.
دا پېښه داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې، نږدې راتلونکې کې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان طالبانو سره د لیدنو لپاره افغانستان ته سفر وکړي او دغه راز د کډوالو په اړه هم ژر په کابل کې ناسته وشي.