جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ترکیې ساحل ساتو ۳۸ افغان کډوال ونیول

د ترکیې ساحل ساتو ۳۸ افغان کډوال ونیول

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د ترکیې ساحل ساتونکو پرون (د جولای په ۲۶مه) آیواجک (Ayvacık) سیمې ته نژدې یوه پلاستیکي کښتۍ ودروله، چې پکې ۳۸ افغان کډوال سپاره وو.

د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، بیړۍ چې په سپرلیو کې ۲۰ ماشومان هم شامل وو، د یونان په لور روانه وه.

د ترکیې د ساحلي ساتنې ادارې اعلان وکړ چې دا افغان مهاجر د چناق‌قلعه ولایت د آیواجک ساحل ته څېرمه په داسې حال کې ونیول شول، چې د ایجې سمندرګي له لارې یې یونان ته په خطرناکه لار او نامناسبه بیړۍ کې د تلو هڅه کوله.

تر نیول کېدو وروسته، او د قانوني چارو له بشپړېدو سره، ټول نیول شوي کسان د چناق‌قلعه د کډوالو په مرکز کې ځای پر ځای شول.

ترکیې په وروستیو میاشتو کې سمندري ګزمې زیاتې کړې دي، څو په خپلو سواحلو کې د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې په افغانستان کې ناورینونه او بېوزلي زیاته شوې ده.

د ترکیې د ساحل ساتې ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۰ کال راهیسې تر ۱۹۰،۰۰۰ زیاتې ناقانونه سمندري هڅې یې د هېواد لوېدیځو سواحلو ته نژدې شنډې کړې دي.

د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا ډول عملیات سره له دې چې د خطرناکو سفرونو مخه نیسي، خو د مهاجرت د اصلي لاملونو د حل لپاره پراخ، ژور او دوامدار ګامونه ضرور دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب