پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+زما د ژوند ملګرې! | شاه زلمی‎

زما د ژوند ملګرې! | شاه زلمی‎

سلام درلېږم — داسې سلام لکه د سحر د الویښ  چې د ګلونو پر پاڼو بوسه ږدي. او دعا کوم — داسې دعا لکه د مور زړه، چې هر وخت د خپل اولاد لپاره تپېږي.
مینې! پوهېږم چې زموږ ترمنځ واټن یوه پېړۍ ښکاري ستا د غېږې تودوخه، د سترګو سکون، او زموږ د اولادونو موسکا چې زما د وجود غځېدلي څانګې دي، هره شیبه زما په خیالونو کې ژوند کوي.
زه رښتیا ډېر، ډېر درنه لېرې یم، خو هره شپه، هره ساه، او هره دعا له تا سره یم.
ستا بېلتون که څه هم زما د زړه دیوالونه ډېر نري کړي، خو هیله او امید مې ستا په مینه پورې تړلي دي. د بیلتانه پرهرونه که هر څومره ژور دي، خو ستا یادونه پرې پټۍ ږدي.
زه ستا هره اوښکه، هره ساه، او هره دعا احساسوم، باور لرم چې دا توره شپه به سبا شي، او سهار به زموږ د بیا یوځای کېدو سندره بدرګه کړي.
زما سلامونه اولادونو ته د موسکا په ریښمین رومال کې ورسوه. ورته ووایه چې پلار یې د دوی په مینه ژوندی دی.
زه له تاسو ټولو سره ژوره مینه لرم.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲۰۲۵/۰۷/۱۷

1 COMMENT

  1. قدرمن زلمى صاحب ،
    ډير له ميني، خوږو، نرمو او احساس پارونکي کلمو نه ډک ښکلى ليک دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...