جمعه, فبروري 6, 2026
Home+پرګار؛ لنډ تاثر | حامد مشواڼی

پرګار؛ لنډ تاثر | حامد مشواڼی

شاوخوا مياشت وړاندې د بي بي سي فارسي د پرګار خپرونې پنځلسمه کليزه وه. د خپرونې کوربه داريوش کريمي د دې خپرونې مېلمه وو او د پرګار خپرونې د پنځلس کلن مزل په اړه يې خپل تاثرات شريکول. ما افسوس وکړ چې زمونږ په تلويزيونونو کې د نورو اصلاحاتو تر څنګ د پرګار په څېر د يوې خپرونې نه شتون هم يو ناورين دی. زمونږ په تلويزيونونو کې پر بې ارزښته موضوعاتو خپرونو ته ساعتونه ساعتونه وخت شته خو يوې شعور راويښوونکې خپرونې ته وخت نه شته.

پرګار د بي بي سي فارسي يوه فوق العاده خپرونه ده. دا خپرونه د کليشه يي خبرو پر ځای اړين، ژور او تحليلي بحثونه وړاندې کوي، لکه سياست، اسلام، هنر، ادبيات، تاريخ، کلتور او نور موضوعات. په دې بحثونو کې ما ته شخصًا دوه شيان ډېر د پام وړ دي: لومړی موضوعات، دوی بېلابل موضوعات ټاکي، له هنر نيولې تر تاريخ، طب، ساينس آن تر مصنوعي ځيرکتيا پورې؛ دويمه ځانګړتيا يې د بحث ډول دی. د نورو تلويزيونونو د خپرونو په څېر يوازې عاطفي او احساساتي بحث نه کوي، بلکې علمي او منطقي بحث کوي. همداراز عمومًا د بحث لپاره داسې مېلمانه رابولي چې د موضوع په اړه کافي او ژور معلومات لري، يوازې د خپلو احساساتو، عواطفو او سرګذشت خبرې نه کوي، بلکې ژور، علمي، منطقي او مستدلل بحث کوي. پرګار د علمي بحث د يو پلټ فورم په توګه نورو رسنيو ته يو ښه رول ماډل کېدای شي.

دا چې پرګار د بي بي سي اړوند خپرونه ده او نه شي کېدلای چې کاملًا بې طرفه وي او په اغلب ګمان د بي بي سي فارسي د شيعه چلوونکو تر نفوذ لاندې ده، نو پرګار هم د دې شاليد له امله ډېر وخت د مذهبي، ليبرل ډيموکراټيک او انګريزي تمايلاتو له پاللو څخه بې طرفه نه ده، خو له دې ټولو نيمګړتياوو سره سره د شعور ويښوونکو او په واقعي معنی عامه پوهاوي د بحثونو د يوه غوره پلټ فورم نمونه ده.

په نني عصر کې د رسنيو اهميت له هېچا پټ نه دی، هر څوک يې ګوري او اوري، رسنۍ هم يوازې تر راډيو او تلويزيون محدودې نه دي بلکې له مختلفو لارو خپل مخاطب ته خپله محتوا رسولای شي؛ نو له همدې امله بايد هڅه وشي چې د رسينو د بې معنی خپرونو پر ځای په رسنيو کې د پرګار په څېر خپرونو ته هم ځای ورکول شي څو له تجارت سره سره خلکو ته يوه غوره محتوا هم وړاندې شوې ووي چې په دې سره به هم رسنيو خپل رسالت ادا کړی وي او هم به يې د خلکو د شعور او پوهي په لوړولو کې خپل مسؤليت ادا کړی وي.

په پای کې ويلای شو چې «پرګار» موږ ته دا درس راکوي چې رسنۍ نه يوازې د تفریح لپاره، بلکې د علم، پوهاوي او شعور د بيدارۍ لپاره يوه جدي وسیله ده. زموږ رسنۍ که غواړي خلکو ته واقعي خدمت وکړي، نو باید د بې‌مفهومه خپرونو پر ځای د پرګار په څېر علمي، ژور، او فکري خپرونو ته هم ځای ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...