جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاسحاق ډار وايي، له افغانستان سره د پاکستان دیپلوماتیکې اړیکې له ۲۰۲۱...

اسحاق ډار وايي، له افغانستان سره د پاکستان دیپلوماتیکې اړیکې له ۲۰۲۱ څخه پرې دي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۱ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق‌ ډار، په کوالالمپور کې په یوه سیمه‌ییزه ناسته کې اعلان وکړ چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ هېڅ رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه‌دي رامنځته شوي.

اسحاق ډار چې همداراز د پاکستان د راعظم مرستیال هم دی، څرګنده کړه چې د طالبانو د بیا واکمنېدو له پیل راهیسې، د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې پرې شوي او تر اوسه هم بېرته نه‌دي رغول شوي.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د پاکستان د آی ایس آی د هماغه مهال مشر لومړنی بهرنی چارواکی و، چې کابل ته یې سفر وکړ او په کابل کې د پاکستان سفیر تر بل هر سفیر زیات فعال و.

ډار په کوالالمپور کې د ناستې پر مهال وویل:
«افغانستان زموږ ګاونډی دی، او موږ تل د دغه هېواد ثبات او امنیت د پاکستان لپاره مهم ګڼلی. خو له بده مرغه، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ هیڅ ډول رسمي تعامل نه شته.»

اسحاق‌ ډار د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۹مه خپل یوه رسمي سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل:
«په دغه یوه ورځني سفر کې مې له طالب چارواکو سره مستقیمې خبرې وکړې، څو د باور بیا رامنځته کېدو او د اړیکو د بیا پیل زمینه برابره شي، خو دا هڅې تر اوسه د رسمي اړیکو د رغېدو لامل شوي نه‌دي.»

نوموړي د مې په ۲۰مه، په بېجینګ کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې‌اړخیزه ناسته هم یاده کړه او هغه یې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا یوه برخه وبلله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د دوه اړخیزو اړیکو له مهمو خنډونو څخه یو هم د تحریک طالبان پاکستان (TTP) حضور دی، چې د هغه په وینا، لا هم د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي.

هغه وویل:
«موږ له طالبانو غوښتي چې د دې ډلې د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي، ځکه چې دا ډله د پاکستان امنیت ته مستقیم ګواښ پېښوي.»

اسحاق‌ ډار ټینګار وکړ چې:
«ځینو پخوانيو اقداماتو لکه د سرحدونو پرانیستل او له طالبانو سره غیر رسمي تماسونه، زموږ ملي امنیت ته منفي پایلې درلودې او باید جدي بیاکتنه پرې وشي.»

نوموړي په پای کې وویل چې د پاکستان د توغندويي پروګرام پیاوړتیا یوه ستراتیژیکه اړتیا ده، څو له سیمه‌ییزو ګواښونو سره مقابله وشي.

سره له دې چې ځینې محدودې ډیپلوماتیکې هڅې شوې، لکه په اسلام‌آباد کې د طالبانو د استازولۍ د سفارت په کچه لوړول او ورته اقدام د پاکستان له لوري په کابل کې، لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل نښې نښانې نه‌لیدل کېږي.

2 COMMENTS

  1. ديپلوماتيکي اړيکې خو د يوه سیال دولت سره نيول کيږي نه خپلو روزل شويو پراکسي اورپکو سره. ولو که تېر رژيم د امريکا او ناټو تحت الحمایه و.

  2. AFGHANS MUST DO NOT BUY PAKISTANI PRODUCTS,
    PAKISTAN WILL COME UNDER ECONOMIC PRESSURE, AND DONOT ALLOWED PAKISTANI TRANSIT TO GO TO MIDDLE ASIA,
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...