تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۶』ډونالډټرمپ د ایلن ماسک له لوري د «امریکا ګوند» جوړول بې ځایه بللي دي.
ټرمپ ویلي، په امریکا کې له ډيموکراټ او جمهوري پالو پرته درېیم ګوند جوړول یوازې ګډوډي رامنځته کوي.
نوموړي ویلي، چې ایلن ماسک لکه د اورګاډي له خپلې پټلۍ وتلی او ګواښ یې کړی، چې د هغه پر کمپنیو به د میلیاردونو ډالرو حکومتي قراردادونه او مرستې بندې کړي.
د ټیسلا، سپېس ایکس، ایکس او سټارلینک شرکتونو مالک، ایلن ماسک بیا سملاسي په خپل ایکس لیکلي، چې د ولسمشر ټرمپ د ګواښ پروا نلري او قراردادونه دې پرې قطع کړي.
ماسک له ټرمپ سره تر جنجال او لنډې سیاسي ملګرتیا وروسته وړمه ورځ د “امریکا ګوند” جوړ کړ.
دا د ټرمپ له نوي مالیاتي قانون سره د ماسک له سخت مخالفت وروسته جوړ شو.
کیداي شي د افغانانو آزار ور پسې شي ځکه افغانانو چې چاته آزار او ښیرا کړی لکه شوروی، انګریزان یا لویه برتانیه ټوټه ټوټه شوی