Homeخبرونه‏ملګري ملتونه، نن د افغانستان په تړاو ځانګړې غونډه کوي

‏ملګري ملتونه، نن د افغانستان په تړاو ځانګړې غونډه کوي

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۶مه』ملګري ملتونه نن دوشنبه د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ځانګړې ناسته کوي.

په دې ناسته کې د افغانستان د روان وضعیت پایلې ارزول کېږي او نړیوالې سولې او امنیت ته یې پر پيغام بحث کېږي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې غواړي له افغانانو په ځانګړې ډول له مېرمنو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پرېکړه لیک تصویب کړي.

په ورته وخت، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي، نصیر احمد فایق هیله څرګنده کړې، چې پرېکړه لیک کې به د افغانانو حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو ملاتړ برخه کې ژمنتیا تایید شي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې افغانستان کې بشري حقونه رعایت شي او د طالبانو له لوري د افغانانو په منلو سره هېواد یو ځل بیا نړیوال نظم کې مدغم شي.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د نننۍ ترسره کېدونکې ناستې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...