تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۶مه』د برېکس هېوادونو مشرانو د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پر وارداتو لګول شوې تعرفې د نړيوال اقتصاد لپاره زيان بولي.
دوی په ګډه په یوه خبرپاڼه کې، د یو اړخیزه ګمرکي او غېر ګمرکي اقداماتو د زیاتوالي په اړه جدي اندېښنه ښودلې او دایې نه یوازې نړیوالې سوداګرۍ ته زیان بللی، بلکې د WTO له اصولو سره هم ټکر کې بللی دی.
په برېکس هېوادونو کې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا شامل دي.
دوی له کلونو راپدې خوا د عادلانه نړیوال اقتصادي نظام ملاتړ کوي.
یاد هېوادونه وايي، د امریکا له لوري د تعرفو لګول د سوداګرۍ نابرابري نه، بلکې بېثباتي زیاتوي.
برېکس هېوادونو خبرداری ورکړی، چې دا ډول یو اړخیزه اقدامات د نړیوال اقتصاد پر ثبات، پرمختګ او باور منفي اغېزه کوي.