جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه ۱۴ ولایتونو کې نن د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

په ۱۴ ولایتونو کې نن د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۶مه』د طالبانو ‏د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست نن دوشنبه د چنګاښ ۱۶مه په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولايتونه دي چې د تېز باران، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل په کې شوی دی.

دا اټکل داسې مهال اعلانېږي، چې پرون یکشنبه په ننګرهار کې سېلابونو عامو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

‏د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مقام دفتر وايي، په څه باندې پنځو ولسوالیو کې د یکشنبې سهار سختو سېلابونو له امله ۲ ماشومان مړه او ۵ نور ټپيان شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په نازیانو ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله ۴ ماشومان ټپيان شوي، چې یوه یې د غني خېلو روغتون کې ساه ورکړې ده.

دغه راز په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه ماشومه مړه شوې او په بټي کوټ کې د یوه کمر لوېدو پېښه کې ۲ ماشومان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت طالب چارواکي زیاتوي، چې په ګوشتې ولسوالۍ کې ۲۵۰ کورونه او په نازیانو کې ۱۰ کورونه د سېلابونو له امله هم ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د سېلابونو له امله ټوټال ۵۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...