Homeخبرونهطالبانو په خپلو نظامیانو یونیفورم لازمي کړ

طالبانو په خپلو نظامیانو یونیفورم لازمي کړ

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۶مه』د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د دوی د رهبرۍ د پرېکړې او کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د منظورۍ پر اساس ټول طالب نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي، چې د دندې د اجرا پر مهال له نظامي یونیفورم ګټه واخلي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، د امنیت ټینګښت، قانون تطبیق او له جرمونو سره مبارزه به، له یونیفورم سره تر استفادې وروسته اسانه شي.

دوی زیاتوي یونیفورم سره د طالب نظامیانو پېژندګلوي کې به ولس لپاره هم اسانتیاوې رامنځته شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت داسې مهال د یونیفورم په اغوستلو ټینګار کړی، چې اوسمهال د هېواد په ولایتونو کې د نظامیانو او غیر نظامیانو پېژندنه سخته او آن کله نا کله د دوی له اوسني ظاهري حالته په استفادې وسله وال غله فعالیت کوي او خلک لوټي.

عام خلک هم د دې پرېکړې جبري عملي کېده غواړي.

1 COMMENT

  1. دا هغه وجیبه ده چی باید له شروع سره سم شوی وی، بله دا چی ینیفورم باید خپله حقانی او د دفاع وزیر هم واچی ـ په بین امللی محافلو کی څومره دوی بد ښکاری له څپلویو، کګې و ګې لُنګی او څادر سره ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...