جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه دوه اونیو کې پر رېللار ۱۶۴ زره ټنه انتقالات شوي

په دوه اونیو کې پر رېللار ۱۶۴ زره ټنه انتقالات شوي

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۶مه』د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، ‏په تېرو دوو اونیو کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۶۴ زره ټنه صادرات او واردات شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې یاده اندازه په تېرو دوو اونیو کې د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې صادر او یاد وارد شوي دي.

په دغه موده کې په ټولیز ډول ۱۶۴ زره ۶۷۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په یادو توکو کې ۲۹۶۰ ټنه صادرات شامل دي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

په دې وروستیو کې له افغانستانه د صادراتو او وارداتو کچه په زیاتېدو ده، چې دا چاره د نظر خاوندان د اقتصاد په ځان بسیا کېدو کې هیله مندي بولي.

اقتصاد پوهان ،د صادارتو او وارداتو ارزښت د هېواد د اقتصادي ثبات، نړیوالو اړیکو، او د تولیدي سکتور د ودې مهم شاخص ګڼي.

دوی وایي، که څه هم واردات د داخلي اړتیاوو پوره کولو لپاره اړین دي، خو د صادراتو زیاتوالی کولای شي هېواد ته اقتصادي ځواک، د اسعارو عاید، او د کار فرصتونه برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...