جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏د خوړو نړیوال پروګرام؛ سږ دوبي کې ۱۰ ملیونه افغانان لوږې سره...

‏د خوړو نړیوال پروګرام؛ سږ دوبي کې ۱۰ ملیونه افغانان لوږې سره مخ دي

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۶مه』‏د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبلیو اف پي” وايي، سږني دوبي کې نېږدې ۱۰ ملیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د خوړو نړیوال پروګرام یوازې کولای شي چې یو ملیون افغانانو ته مرستې چمتو کړي.

په دغو مرستو کې هغو کسانو ته خوراکي توکي چمتو شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یاد پروګرام داسې مهال دا ارقام خپروي، چې تازه له ایران او پاکستانه د کډوالو د جبري اخراج لړۍ روانه ده.

یوازې په تېرو نږدې دوو اونیو کې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي وایي، چې ډېری دغه کسان د ایران د حکومت له‌خوا په ډله‌ییزه توګه ایستل شوي دي.

ایستل شوي کډوال دلته د سرپناه له نشتون نه شکایتونه لري.

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې وچکالۍ په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د یاد سازمان خبرپاڼه کې راغلي چې وچکالۍ کروندې او د کلیوالو ژوند سخت کړی چې له امله کروندګر له درنو زیانونو سره مخ دي.

2 COMMENTS

  1. مع الاسف زموږ اوسنی حکام ،اوس هم د وظیفه خورو عادت ندی هیر کړی؛ تاسی د خپلې ادعا سره سم اوس امیران او خادمان یاست ،نو اوس د ملت د خدمت چمونه ،اخلاق او چلند زده کړی؛ خلک وږی او بی کوره دی ،آیت الله یی مال او کور غصبوی او په ټول تحقیر او ارذلیت سره ،امیرالمومنین ته یی راشړی ،امیر باید څه وکړی؟ تر اوسه د امیر انسانی احساس او سړیتوب لکه دی، مجهول او لا ادریون ته ورته دی ، احتمالات څه دی؟
    آیا امیر او آیت…. کوم منافقانه تړون لری پر ضد د افغانانو؟
    یا امیر له انسانیت ،افغانیت او اسلامیت پردی دی؟
    یا لکه اهلیت په انفاق فی سبیل الله هم ایمان نلری؟
    ورنه همدا اوس په کار وو چي امیر فرمان ورکړی وی چي ټولې مدرسې(۳۰زره) او قرارګاوی باید خپله ډوډۍ په ټول افغانستان کی له عودت کوونکو سره نیمه کړی او وزیران او والیان د هم خپل شرافت په فاستبقوا الخیرات کی وګټی.
    که دا هم نشی کولی د دې امراوو خیر او خدمت ،دې مظلوم ملت ته به څه وی یا اصحاب العقول ؟
    بیا نو عقلمندی او تقوی دا ده چي د خدمت ځای نور مه ګنده کوه او له عزیز ذو انتقام ذات نه په ویرې سره امور او خدمت د ملت ،اهل ته وسپاره که رښتیا مومن یاست؟
    ځکه ملت ستا کورنی تولید ندی او دوی د خالق یکتا بندګان دی نه ستا.تنظیمونو هم همدا کول؛ هم ستا مشر نبی ،هم ربانی او نورو.
    اوس به ثابتوی :چی ته انسان ،افغان او مسلمان یی
    مهاجرینو ته خپله ورشه ،ښه راغلاست ووایه ، د خدمت ډاډ او اثبات ورکړه او سپی د وتړه ؛ملت ته راووځه ،له سوړو خدمت نه کیږی ،دا دود د ناکام او مشکوک دی ؛تعلیم او تعلم د قرآن په ژبه د آدم شهکار دی
    فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون.

  2. چې دا د غرو راښکته شوي خړیان وي خدای کې ترې انسان په ګیډه موړ شي. هغه دومره وږي او تنګ نظر دي چې دطالب نه بغیر ورته بل هیڅوک انسان نه ښکاري. هماغه د مجاهدینو د دور تکرار دی هیڅ فرق یې نشته، لنډکروزرې، ودونه او کورونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...