جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏فاریاب کې ۱۹ کسان ټپیان شوي

‏فاریاب کې ۱۹ کسان ټپیان شوي

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۶مه』فاریاب کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د اندخوی ولسوالۍ په بشکینت سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۹ کسان ژوبل ټپیان شوي دي.

د دغه ریاست سرپرست شمس الدین محمدي وایي چې دا ترافیکي پېښه پرون (یک شنبه) شاوخوا درې نیمې بجې د میمنې- جوزجان پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

په دې پېښه کې له سړک څخه د کډوالو یو فلانکوچ موټر اوښتی دی.

د محمدي په وینا، په ټپیانو کې ښځې او کوچنیان هم شامل دي.

د سرچینې په وینا ټپیان یې د درملنې لپاره د اندخوی ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي، چې پکې د ځينو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د دغې پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي یاده شوې ده.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې، یکشنبه سهار هم په دغه ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې یو کس ووژل شو او نهه تنه نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب