Homeخبرونهټرمپ پر سوریې د بندیزونو د لغوه کولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ

ټرمپ پر سوریې د بندیزونو د لغوه کولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۰مه』‏سپينې ماڼۍ ویلي، چې ډونالډ ټرمپ پر سوریې د لګېدلو بندیزونو د لغوه کولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ.

سپينې ماڼۍ د ټرمپ د دغه فرمان په تړاو زیاته کړې، چې نوموړی د یوې باثباته او متحدې سوریې ملاتړ کوي.

سرچینه زیاتوي چې دا بندیزونه لرې کول به وکولای شي، چې پر سوریې اقتصادي او نور مالي بندیزونه لرې کړي، څو د دې هېواد اقتصادي او پرمختیايي بیارغونې ته لاره خلاصه شي.

په ورته مهال د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ دا اقدام ستایلی او ویلي یې دي چې دا به د سوریې او نړیوالې ټولنې تر منځ اړیکې پراخې کړي.

دا اجرایوي فرمان وروسته له هغه صادر شو چې د امریکا په سیاست کې د پام وړ بدلون راغی.

ټرمپ د مې په ۱۳ نېټه د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع سره کتنه کې اعلان کړی و، چې پر سوریې لګېدلي بندیزونه لري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...