جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهملا برادر د ایکو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره...

ملا برادر د ایکو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته لاړ

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۰مه』د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي،چې د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته لاړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه پلاوی د اذربایجان په رسمي بلنه نن (سې شنبه) سهار دغه هيواد ته روان شو.

خبرپاڼه وایي، چې په پام کې د ملا عبدالغني برادر د دغه سفر پر مهال د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا تر څنګ د اذربایجان له یوشمېر چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا په اړه هم لیدنې ولري.

د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) ۱۷مه سرمشریزه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو په حضور کې د روانې جولای میاشتې په درېیمه او څلورمه ترسره کېږي.

بل لورته په یوه بل خبر کې بیا یوناما وايي، هغه کاري غونډه چې د افغانستان د خصوصي سکټور او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه ده او د دغې ادارې له لوري تنظیم شوې، تېره ورځ (دوشنبه) په قطر کې پیل شوې ده.

د یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه دوه ورځنۍ غونډه به په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ملاتړ او د نشه‌يي توکو پر ضد د ترسره شوو فعالیتونو ارزونه وکړي او د راتلونکو همکاریو لپاره به لومړیتوبونه وټاکي.

د غړو هېوادونو استازي، نړۍوالې ادارې، د افغانستان د اوسني نظام استازي او د ملګرو ملتونو سازمان استازي په دغو غونډو کې ګډون لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...