جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمیرکل وايي، جرمني باید له افغان کډوالو سره پر خپلو ژمنو ودریږي

میرکل وايي، جرمني باید له افغان کډوالو سره پر خپلو ژمنو ودریږي

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۰ مه) د جرمني پخوانۍ صدراعظمې، انګیلا میرکل، له «دویچه‌وله» سره په مرکه کې د اوسني صدراعظم فردریش مرڅ پر مهاجرت ضد سیاستونو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د پناه غوښتونکو، په ځانګړې توګه هغو افغانانو، چې د منلو ژمنې ورکړل شوې، حقونه باید خوندي وساتل شي.

میرکل ویلي، چې جرمني د افغان وګړو د منلو لپاره پر خپلو پخوانیو ژمنو وفادار پاتې شي. هغې زیاته کړه: “که څوک د جرمني په پوله کې د پناه غوښتنه وکړي، باید همالته قانوني پروسه پرې تطبیق شي، حتی که دا پروسه په پوله کې هم ترسره کېږي، هغه باید له پامه ونه غورځول شي.

هغې دا هم ویلي، چې که څه هم له انساني ‌قاچاقبرۍ سره مبارزه یو جدي ضرورت دی، خو دا باید د هغو کسانو د حقونو خنډ نه شي، چې رښتیا هم ملاتړ ته اړتیا لري.

د میرکل په باور، جرمني د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې نه یوازې انساني، بلکې حقوقي او اخلاقي مسوولیت لري.

هغې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د جرمني اوسني صدراعظم، فردریش مرڅ، د خپلې دورې له پیل سره سم د مهاجرو پر وړاندې سخت سیاست غوره کړی او ژمنه یې کړې چې د ناقانونه مهاجرو پر مخ به د جرمني پولې وتړي.

د رسمي ارقامو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په جرمني کې د پناه غوښتونکو شمېر د تېر کال په پرتله ۴.۱ سلنه زیات شوی او ۳.۳ میلیونو ته رسېدلی. یوه لویه برخه یې افغانان دي، چې د افغانستان د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله د خوندي پناه ځای په لټه کې اروپا ته، په تېره بیا جرمني ته، تللي.

میرکل چې په ۲۰۱۵ کال کې د «پرانیستو دروازو» په سیاست مشهوره شوه، یو ځل بیا د انساني او حقوقي اصولو پر بنسټ افغان پناه غوښتونکو ته د زیات پام غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...