جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههند کې چاودنې ۳۴ کسان ووژل

هند کې چاودنې ۳۴ کسان ووژل

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۰مه』د ‎هند د تیلنګانه ایالت د سنګارېډي ولسوالۍ په یوې کیمیاوي کارخونه کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي دي.

سیمه‌ييزو چارواکي وایي، چې د پېښې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو وضعیت نازک بلل شوی دی.

چارواکي زیاتوي، چې له چاودنې وروسته د اور وژنې او ژغورنې ټيمونه سملاسي سيمې ته رسېدلي او د پېښې له ۲۴ ساعتونو راپدې خوا عملیات دوام لري.

که څه هم د چاودنې اصلي لامل لا هم نه دی څرګند شوی؛ خو حکومت د پېښې د دقیقې څېړنې لپاره یوه ځانګړې څېړنیزه ډله ګومارلې ده.

دغه راز له هنده د یوه بل خبر له مخې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د امریکا پلازمېنې ‎واشنګټن ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی به نن سه‌ شنبه د څلور اړخیز امنیتي (Quad) هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

په دغه غونډه کې د امریکا، هند، جاپان او اسټرالیا استازي برخه اخلي.

د یادې غونډې اجندا کې د هند ـ ارام سمندر سیمې د امنیت ټینګښت، اقتصادي همکارۍ او د نړیوالو ننګونو پر وړاندې ګډ دریځ جوړول شامل دي.

ويل‌کېږي چې جي شنکر به د غونډې په څنډه کې له یو شمېر لوړپوړو امریکايي چارواکو سره جلا لیدنې هم ولري، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو په اړه بحث وشي.

1 COMMENT

  1. خبره ترینګلي ښکاری ځکه تیره میاشت د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم امریکا ته تللی وو اود پټو دروازو تر شا یې ټرمپ سره وکتل او غرمي ډوډی یی وخوړه دا چې عاصم د ایران سره په جګړه همکاری ټټر ډبولی وی که خپل بمب اتوم غم به ورسره وو
    خو ګمان کوم که دا ځل بیا د هند او پاکستان او همدارنګه د ایران او اسرایلو جګړه ونیښته نو سیمه آسیا او منځني ختیځ به خطرناک حالت ته لاړ شي ، البته تیر ځل هم همدا ګمان زیات کیده خو اسرایل خپل مورال له لاسه ورکړ او ژر یی اوربند ومانه
    مګر تیر ځل پاکستان ژر امریکا ته چیغه کړه او ټرمپ د پاکستان لپاره په هند فشار راوړ چې اوربند ته غاړه کیږدی
    مګر دا ځل به داسې نه وی ځکه امریکا غواړی چې چین له دواړه طرفه ښکیل کړی هم پاکستان او هم د ایران جګړه کې ترڅو اقتصادي وړتیا کمزوری کړی ځکه جګړه اقتصادي کمزورتیا لپاره ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...