تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۰مه』خوست کې د طالبانو د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي،چې د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د تطبیق کمېټې په اونیزه غونډه کې پرېکړه وکړه، چې له دې وروسته به ډاکټران ناروغانو ته راز لرونکې یا شفري نسخې نه لیکي.
د طالبانو ولایتي مسوولان وایي چې، دا ډول نسخې نه یوازې د ناروغانو د سرګردانۍ لامل کېږي، بلکې درمل پلورونکي ترې ناوړه استفاده کوي.
دغه راز، پرېکړه وشوه چې دغه کمېټې به د روغتیایي مرکزونو پر چارو څارنه کوي او د پټ رمز لرونکو نسخو د لیکلو مخنیوی به کوي.
یوازې خوست نه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ناروغان او ناروغ لرونکي د ډاکترانو له لوري ورکول شویو شفري نسخو نه شکایت کوي.
دوی شفري نسخې نه یوازې سرګردانی دی بلکې درمل پلورونکي همغه شفري درمل پرې څو چنده لوړ پلوري.
عام خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې د شفري نسخو له لیکونکو ډاکترانو سره دې سخت چلند وکړي او مخه دې ونیسي.