تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۰مه』د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا FAO وايي، چې د هوا وړاندوینه ښيي چې د جون له ۲۹ مې تر جولای ۵مې نېټې پورې (۱۴ چنګاښ) افغانستان کې د تودوخې څپه پیل شوې ده.
دغه سازمان په یوه خبرپانه کې له ټولو خلکو غوښتي، چې کافي اوبه وڅښي، ناروغانو، حامله وو مېرمنو او ماشومانو ته زیاته پاملرنه وکړي او بهرني فعالیتونه چې کرنه او ودانیزې چارې پکې دي محدودې کړي.
سرچینې د هېواد مالدارانو ته هم سپارښتنه کړې، چې څاروي سړو ځایونه کې وتړي او کافي اوبه ورکړي.
تر دې وړاندې، افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم ویلي وو، چې د جولای میاشتې په لومړیو درې ورځو کې به افغانستان د شدیدې ګرمۍ څپه تجربه کړي.
د اټکل له مخې د هېواد سویل، ختیځ او لویدیځو سیمو کې به د دوخې درجه تر ۴۵ سانتي ګراد پورې ورسېږي.
د ویلو ده چې د طالبانو حکومت هم په یوه اعلامیه کې سر له سبا چهارشنبې تر راتلونکې یکشنبې د سړو سیمو ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د شدیدې ګرمۍ څپې له امله رخصت کړي دي.